د پاکستان ملي امنيت کميټی له وروستۍ ناستې وروسته دا اعلان وکړ چې پاکستان کې ميشت له يو ميليون ډير افغان کډوال دې بيرته خپل هيواد ته يو مياشت کې دننه ستانه شي.
ملګرو ملتونو کې د امريکا سفرې نيکي هيلې پر پاکستان تور ولګوه چې له امريکا سره دوه مخه لوبه تر سره کوي او دا يې له کلونو را هيسې ترسره کړې.
نيکي دا اعلان هم وکړ چې امريکا به له پاکستان سره د ۲۵۵ ميليونو ډالرو مرسته بندوي.
د پاکستان کابينې په ناسته کې دا هم ويل شوي چې پاکستان کې ميشت افغان کډوال د پاکستان اقتصاد باندې فشار ډير کړې او اوس وخت کې نور دا فشار نشو زغملې.
لدې اعلان څخه به هغه ۱،۶ ميليونه افغان کډوال کوم چې د ۲۰۱۷ کال تر پايه يې قانوني اسناد نه وي ترلاسه کړي هغه اړ دي چې له پاکستان څخه يوه مياشت کې دننه ووځي او خپل هيواد ته ولاړ شي.
په پام کې وه چې پاکستاني حکومت او د ملګرو ملتونو کډوالو اداره يا يو اين هيچ سي ار په ګډه هغه افغان کډوال راجسټر کړي کوم چې پاکستان کې يې د کډوالی کارډونه نه وي ترلاسه کړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پاکستان سختې نيوکې د افغانستان او هم هند له کلک هرکلي سره مل وې.
پاکستان دا مهال ۲،۷ ميليونه راجسټر او غير راجسټر افغان کډوالو کوربه دی.
د ترکيه نړيوال خبري اژانس يا TRT خبر له مخه.

