SKIP TO MAIN CONTENT

اسټراليا کې يوه افغانه انجلۍ په زور ودولو وروسته وژل شوې

اسټراليا کې د انجونو په زور او جبر ودول جرم دی او په همدې ادعا شوي جرم نن د اسټراليا فدرال پٌوليسو يو شمير افغانان ونيول.

Modern slavery
More than 40 million people are held in modern slavery, which includes forced labour and forced marriage. Source: EyeEm

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Skip to article content

يوه افغان پيغله روقيه حيدري چې له خپلې کورنۍ سره د اسټراليا ملبورن ښار کې اوسيده د کورنۍ لخوا يو بل افغان ته په زور ودولو وروسته ادعا کيږي چې وژل شوې.

نن د اسټراليا فدرال پوليسو د روقيه په زور ودولو ته لار هوارولو په جرم درې افغانان دوه ښځې او يو سړی ونيول.

فدرال پوليس ادعا کوي چې درې نيول شوو کسانو د تير کال نومبر مياشت کې ۲۰ کلنه روقيه په زور يو بل افغان محمد عارف حليمي ته واده کړه او د پوليسو ادعا له مخه حليمي له واده څو مياشتې وروسته خپل ميرمن ووژله.

اغلې روقيه له واده مخکې له پوليسو د مرستې غوښتنه کړې وه او په زور ودولو موضوع يې څو وارې له پوليسو سره شريکه کړې وه. د پوليسو په وينا روقيه ته خونديتوب ورکولو وړانديز وشو ولې د کورنۍ فشارونو له امله روقيه واده وکړ او د اسټراليا ويکټوريا ايالت څخه لويديځ ايالت پرت ښار کې يې ژوند پيل کړ.

پوليس ادعا کوي چې د روقيه حيدري خاوند عارف حليمي د روان کال جنورۍ مياشت کې روقيه ووژله. 

اسټراليا کې په زور ودونه او د کروني تاوتريخوالي پيښو انديښنې راپارولي، د پوليسو په وينا دا پيښه د انسانانو قاچاق ورته يوه پيښه ګڼل کيږي ځکه دا انجلۍ د خوښې خلاف بل کس ته په زور واده شوې.

پوليس د روقيه خاوند عارف حليمي د قتل په جرم نيولې او روانه مياشت محکمې ته وړاندې کيږي.

يادې پيښې يو ځل بيا پر افغان ټولنې تور داغ پورې کړ.

 

 


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now