افغان پناه غوښتونکي درملنې دوران کې د دوو نرسانو شا ته لاس وړی

که چيرې دا تور ثابت شي نو دا به کډوالو لپاره ښه خبر نه وي.

New assesment for internationally qualified nurses

Nurse comparing computer medical records to old paper records. Source: Getty images

اسټراليا کې پوليسو هغه مهال يو افغان پناه غوښتونکی ونيوه کله چې د ادعا له مخه ده د دوو ښځينه نرسانو شا ته لاس وړی او هغوی يې جنسي ځورولي.

۳۸ کلن افغان پناه غوښتونکي نارو توقيف ځای کې د بند شپې تيرولې ولې د روغتيايي ستونزو له امله ياد پناه غوښتونکی اسټراليا ته درملنې لپاره راوستل شوی وه.

پر ياد افغان دا تور دی چې اسټراليايي روغتون کې درملنې دوران کې يې د دوه  ښځينه نرسانو شا ته لاس وړی او ځورولي دي او د نرسانو شکايت وروسته يې هغوی ګواښلي هم دي.

پوليسو ياد افغان نيولی او د اسټراليا سيدني ښار محکمې ته يې وړاندې کوي.

دا پيښه داسې مهال مخې ته راځي چې د اسټراليا پارلمان په پام کې ده روانه اونۍ هغه قانون تصيوب لپاره رای ورکړي کوم چې له نارو او مانوس ايلند توقيف ځايو څخه کډوال درملنې لپاره اسټراليا ته راولي.

Refugees on Nauru
Source: AAP

حکوموت د ياد قانون خلاف دی او وايي چې د پناه غوښتونکو مينځ کې ډير داسې کسان شتون لري کوم چې پر تيريو تورن دي ولې بيا د حکومت مخالف ګوند او ځيني نور سياسي ګوندونه وايي چې نوي قانون تصويب سره به د دوو ډاکټرانو تائيد وروسته يو کډوال له نارو او مانوس ايلند څخه اسټراليا ته درملنې لپاره راوستل کيږي.

پر ياد افغان جنسي ځورونې، د نرسانو ګواښول او تيري تورونه دي.

ياد ۳۸ کلن افغان پناه غوښتونکی به روانه اونۍ سيدني ښار کې محکمې ته وړاندې شي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now