د ولسمشر غني کرونا ويروس معاينه منفي ده او نوموړی روغ دی

پس له هغه چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې ګڼ شمير کار کوونکي پر کرونا ويروس مبتلا شول ولسمشر غني هم د کويډ-۱۹ لپاره معاينه شو.

ARG-fb

Source: ARG-fb

وروسته له هغه چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ۴۰ کار کوونکي پر کرونا ويروس مبتلا شول، ولسمشر غني غونډو کې ګډون کولو څخه منع او ډيري کارونه يې ويډيو کنفرانس له لارې ترسره کول.

د افغانستان ولسمشر امحمد اشرف غني او ميرمن رولا غني دواړه کورونا ويروس لپاره معاينه شول چې  اوس د دواړو معاينه پايلې منفي راغلي، معنی داچې دواړه روغ او پر کرونا ويروس مبتلا ندي.

د ولسمشرۍ ماڼی وياند صديق صديقي وويل، د ولسمشر غني او ميرمنې معاينې د هغوی پر غوښتنه شوې وې.

يوې سرچينې نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې ۴۰ کار کوونکي چې پر کويد-۱۹ مبتلا دي، ولسمشر ته نږدې د ادارې او امنيت شورا برخو کار کوونکي دي.

افغانستان کې دا مهال له ۱۰۰۰ ډير کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي او دا شمير د لږ شمير معاينه شوو کسانو پايلو له مخه ثبت شوي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now