ولسمشر غني: طالبانو پر وړاندې جګړه جاري ساتو

ولسمشر غني له وروستيو پيښو وروسته د ولس مخې ته څرګند شو او د طالبانو پر وړاندې جګړې ته ادامه ورکولو ژمنه يې وکړه.

Ashraf Ghani

Afghan President Ashraf Ghani speaks during a press conference at the presidential palace in Kabul, Afghanistan. Source: AAP

افغان ولسمشر محمد اشرف غني عام ولس ته خپل ويډيويي پيغام کې له طالبانو سره جګړې پر دوام ټينګار وکړ او بې ځايه شوو کورنيو اړتياو ته رسيدنې ژمنه وکړه.

ولسمشر غني خپل وينا کې وويل، د افغان امنيتي ځواکونو بيرته پر پښو درل حکومت لپاره لومړيتوب لري.

ښاغلي زياته کړ، له داخلي سياسي ډلو او هم بهرنيو ملګرو هيوادونو سره خبرې روانې دي ترڅو اوسني حالت ته حل لار ومومي.

دا خبرې داسې مهال کيږي چې د افغانستان شاوخوا ۲۰ ولايتونه د طالبانو لاس ته ځورځيدلي او پر مزار شريف ولايت باندې له بيلابيلو لارو بريدونه ترسره کيږي.

د بهرنيو ځواکونو وروستي پوځي وتلو نيټې ته لا درې اونۍ وخت پاتې ولې بيا ځيني د خپلمنځي جګړو ويره لري.

ولسمشر غني خپل خبرو کې دا ژمنه هم وکړه چې د لا ډير ويجاړي او بې کوره کيدو مخه نيسي.

نور جزيات وروسته..


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now