یو شمېر هغه افغان کډوال چې په ورستیو اوونیو کې آسټرالیا ته راغلي، د خپلې کورنۍ د پاتې غړو په اړه اندیښمن دي

یو شمېر هغه افغانانو چې په وروستیو څو اوونیو کې آسټرالیا ته راوستل شوي، اوسمال په هوټلونو کې قرنطین دي. مګر یو شمېر نورو د قرنطین موده پوره کړې او خپل نوی ژوند یې پیل کړي.

Afghan man and former ADF translator Fahim and his wife on a flight to Perth

Afghan man and former ADF translator Fahim and his wife on a flight to Perth Source: Supplied

فهیم په افغانستان کې له آسټرالیایي ځواکونو سره د ترجمان په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی له هغو کسانو څخه دی چې په لومړیو ورځو کې له کابل څخه متحده عربي اماراتو او له هغه ځای څخه د پرت ښار ته را وستل شوی.

په پرت ښار کې له دوه اوونۍ قرنطین وروسته هغه له خپلې کورنۍ سره تېره شپه د آسټرالیا ملبورن ښار ته رسېدلی ترڅو هلته خپل نوی ژوند پیل کړي.

فهیم تر دې وروسته څو اوونۍ په یوه لنډمهاله استوګنخي کې تېروي ترڅو د استوګنې لپاره کور پیدا کړي او تر هغې وروسته خپل نوی ژوند پیل کړي.
د پناه غوښتونکو د منابعو د مرکز وکیله، کارولین ګرېډن وايي، معلومداره چې دوي د آرامښت احساس کوي، مګر د دوي لپاره مهمه داده ترڅو د کورنۍ پاتې غړي یې وژغورل شي.

آمنه هم د هغو کسانو له ډلې څخه ده چې په ورستي پرواز کې له کابل څخه ژغورل شوې. مګر طالبانو د هغې د کورنۍ غړي ندي پرېښې ترڅو هوايي ډګر ته دننه شي.

"دوی زما ورو، زما مور او پلار ونیول او دوی یې د دروازې هاخوا تګ څخه منع کړل. زه د دروازې یوې خوا ته وم، دوی په بلې خوا کې وه. طالبان ټوپکونه درلودل ، هغوی خلک وهل."

د نوموړې د کورنۍ غړي اوسمهال په کابل کې پټ دي او نشي کولای بېرته خپلې سیمې ته ستانه شي.

"زه وتوانیدم چې دوبۍ ته ولاړه شم، زما د کورنۍ غړي شاته پاتې شول. زما پلار، زما ورو او خویندې، دا ټول - زه نشم کولی د دوی د ژغورلو لپاره بیرته لاړه شم."
ASRC Principal Solicitor Carolyn Graydon.
ASRC Principal Solicitor Carolyn Graydon. Source: Supplied
د پناه غوښتونکو د منابعو د مرکز وکیله، کارولین ګرېډن وايي دغه اداره اوسمهال په ورځ کې د شاوخوا ۴۰۰ داسې کسانو زنګونه ترلاسه کوي چې د کورنۍ غړي یې په افغانستان کې بند پاتې دي.

تېره میاشت د آسټرالیا حکومت اعلان وکړي چې په روان کال کې به ۳۰۰۰ زیانمو افغانانو ته د بشردوستانه پروګرام له لارې ویزې ورکړل شي او د دغو ویزو شمېر د کال په جریان کې شاید زیات شي.

د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر، الیکس هاوک تېره میاشت د اس بي اس پښتو راډیو له خبریال مجیب منیب سره په مرکې کې ویلي وه چې د روان کال په پروګرام کې افغانانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Rashida Yosufzai, Amy Hall

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service