SKIP TO MAIN CONTENT

ایران څخه لسګونه شړل شوي افغان کډوال په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوي

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې له امله ۷۹ کسان وژل شوي چې ۱۹ ماشومان هم پکې شامل دي.

AFGHANISTAN-TRANSPORT-ACCIDENT
Security personnel stand guard at the site of a bus crash in Guzara district of Herat province on August 20, 2025. Source: AFP / Public domain

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS



Skip to article content

د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.

د رویټرس خبري اژانس راپور ورکړی چې تېره شپه ناوخته د هرات په اسلام قلعه کې له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو مسافر وړونکي بس له یوې لارۍ سره ټکر کړی چې په پایله کې یې اورلګېدنه رامنځ ته شوي.

د هرات ولایت ویاند احمدالله متقي وايي چې په دغه پېښه کې ۷۱ کسان وژل شوي چې ۱۷ تنه یې ماشومان دي.

هغه ویلي چې په بس کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

مګر د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ویلي چې په یاده پېښه کې ۷۹ کسان وژل شوي او یک کس ټپي دی.

هغه ویلي چې په وژل شویو کې ۱۹ ماشومان شامل دي.

سیمه ایزه چارواکو ویلي چې د پېښې د اصلي لامل د روښانه کولو لپاره پلټڼې روانې دي.

په افغانستان کې هر کال زرګونه ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېږي چې په پایله کې یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now