د پاکستان حکومت بې اسناده افغان کډوالو ته د اکټوبر د میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړی وه ترڅو له یاد هېواد څخه ووځي. د ورکړل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته، پاکستان د افغان کډوالو ډله ایز اخراج پیل کړی دی.
په داسې حال کې چې افغان کډوال افغانستان ته زور استول کېږي، پاکستان کې د افغان کډوالو یوې ډلې ملګرو ملتونو او د آسټرالیا حکومت ته په یو پرانستی لیک کې استولی دی.
دغه لیک د یو شمېر داسې افغان کډوالو لخوا استول شوی چې اوسمهال په پاکستان کې د آسټرالیا ویزو ته په تمه دي.

د اسټرالیا هېواد دغو کېس لرونکو کډوالو په یوه ليک کې ويلي چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا د نيول کېدو او افغانستان ته د شړل کېدو په تړاو اندېښمن دي.
په لیک کې راغلي: "موږ افغان کډوال له څه مودې راهیسې په پاکستان کې ژوند کوو او زموږ لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې دلته له هر ډول عاطفي، ټولنیز او مالي ملاتړ پرته ژوند ته دوام ورکړو."
"موږ دلته په پاکستان کې خوندي نه یو او هره شېبه د پاکستاني پولیسو لخوا زمونږ د نیولو امکان زیاتېږي."
"د افغان تابعیت لرونکو د نیولو لپاره په چټکۍ سره کور په کور تالاشي روانه ده."
آسټرالیا ته په استول شوي لیک کې افغان کډوالو غوښتنه کړې ترڅو د دوي د ژغورلو لپاره لاس په کار شي او د دوي غوښتنلکیونه په چټکۍ سره و اورزوي.
"مهرباني وکړئ موږ ته لږ تر لږه د پاکستان له حکومت سره د یوه تړون له مخې د پولیسو یو لیک راکړئ، تر هغه وخته چې موږ د آسټرالیا ویزې ترلاسه کوو."
"موږ هیله لرو چې تاسو به زموږ غوښتنې په بېړنۍ توګه و څېړئ."
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

