Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

امرالله صالح له يو بمي بريد څخه روغ ووت

د افغانستان ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح موټرو پر کاروان بمي چاودنه شوې.

Amrullah Saleh
Source: ARG

نن سهار د کابل تيمني سيمه کې د ولسمشر مرستيال امرالله صالح د موټرو پر کاروان بمي بريد وشو او نوموړی له بريد څخه روغ وتلی.

د امرالله صالح د دفتر وياند رضوان مراد د ياد بريد پخلی کوي او وايي، د افغانستان دښمنانو يو ځل بيا کوښښ وکړ ترڅو صالح ژوبل کړي ولې هغوی خپلو شيطاني غوښتنو ته ونه رسيدل.

ښاغلي رضوان رويټرز خبرې شبکې ته ويلي، په نني بريد کې ښاغلی صالح ته زيان ندی رسيدلی ولې د ښاغلي ساتونکي ټپيان شوي.

د روغتيا وزارت ويلي، تر دې دمه دوه مړي او اوه ټپيان روغتون ته وړل شوي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now