د اسټراليا ملي رسنۍ ABC رپوټ له مخه د ارزګان ولايت پخوانی امنيه قومندان مطيع الله خان د اسټراليا ځانګړو ځواکونو ته طلايي ساعتونه ډالۍ کول.
د ارزګان پخوانی امنيه قومندان مطيع الله خان د اسټراليا ځانګړو ځواکونو سره همکارۍ لپاره هغوی ته طلايي ساعتونه ډالۍ کړي چې د هر يو ساعت قيمت تر ۱۰۰۰ اسټراليايي ډالرو اټکل شوی.
رپوټ کې ويل شوي چې ياد ساعتونه د اسټراليا ځانګړو ځواکونو لوړ پوړو چارواکو ته ډالۍ شوي.
ياد خبر اسټراليا کې بحثونه راپارولي ځکه د اسټراليا نظاميان نشي کولی له نورو ډالۍ ترلاسه کړي.
د اسټراليا نظامي قانون له مخه له چارواکو داسې ډالۍ اخيستل منع دي ولې ځينو حالاتو کې که چيرې دا ډالۍ اخيستل کيږي نو اړوندو ادارو سره بايد راجسټر شي.
دا رپوت داسې مهال خپريږي چې تير کال نومبر مياشت کې د اسټراليا ملي پوځ لوی درستيز داسې يو رپوت خپور کړ په کوم کې چې ادعا وشوه چې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو لخوا افغانستان مامورت دوران کې ۳۹ بې ګناه افغانان وژل شوي.
دا مهال د اسټراليا ۱۹ پوځيان پلټنې لاندې دي او پر يادو پوځيانو افغانستان ماموريت دوران کې جنګي جنايتونو ترسره کولو تور دی.
داسې ويل کيږي مطيع الله خاند د طالبانو لخوا په کال ۲۰۱۵ کې په کابل کې ووژل شو.
مطيع الله خان باندې د ډيرو ناقانونه کړنو او ظلمونو تور وه.
ويل کيږي مطيع الله خان په ارزګان ولايت کې يوه شخصي اورپکه ډله درلوده او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې هم نږدې اړيکې لرلې.
مطيع الله خان له بهرنيو ځواکونو سره نږدې همکاري لرله او نوموړی په ياد ولايت کې د عامو خلکو پر وژنې او ځورونې تورن وه.
له اسټراليايي ځواکونو سره خپلو اړيکو لا ټينګولو لپاره نوموړي پوځيانو ته طلايي ساعتونه ورکول او د پوځيانو لخوا د يادو ساعتونو نه ترلاسه کول هم افغان کلتور خلاف يو عمل ګڼل کيده نو ځکه پوځيانو يې ډالۍ ترلاسه کولی.
د اسټراليا دفاع وزارت ABC شبکې ته استول شوي پيغام کې ويلي، د دفاع پاليسي پوځيانو ته لار ښوونه کوي ترڅو له نورو ډالۍ ترلاسه نه کړي او نه يې هم نورو ته ورکړي. ځکه لدې کار سره ناسم فکر او خيال رامينځته کيږي.
د اسټراليا پوځ په تاريخ کې لومړی ځل دی چې افغان جګړه کې ځيني پوځيان په پراخو جنګي جنايتونو تورن شوي.

