افغانستان څخه رپوټونه وايي، چې طالبانو جمل حقيقي او د هغه همکاران د يو يوټوب ويډيو خپرولو وروسته نيولي.
خواله رسنيو کې د اجمل حقيقي يوټوب يو پروګرام څخه يوه ويډيو لاس په لاس کيږي په کوم کي چې د هغه رواني ناروغه همکار غلام سخي قران ايتونو ته سپکاوې کوي او هغه سندرو په ډول وايي او ورته نڅا کوي.
طالبانو د يادو کسانو نيولو او هم د هغوی اسلامي مقدساتو ده سپکاوي ويډيو خپره کړې.
خپرې شوې ويډيو کې اجمل حقیقي او همکاران يې د بنديانو په لباس کې ښکاري او بښنه غواړي.
اجمل حقیقي په خپلو خبرو کې «عتراف کوي چې خپرې شوې ويډيو کې د قران د آیت سپکاوی شوی دی او هغه چمتو دی چې په دې اړه د محکمې هر حکم ومني.
داسې ښکاري ښاغلی حقیقی له پخوا ليکل شوی متن د کاغذ له مخې متن لولي.
نوموړی خپل اعتراف کې وايي، د خپل یوټیوب چاینل له لارې یې فحشا او موډلینګ ته کار کاوه او جمهوري نظام زموږ حمایت کاوه.
اجمل حقیقي وايي چې د دغه همکار چې قران ايتونه يې سندرې په ډول ويلي عصبي سیستم کار نه کوي او ستونزه لري.
اجمل حقیقي او غلام سخي له نيول کيدو مخکې پر يوټوب يوه ويډيو خپره کړه او يادې ويډيو په اړه يې له ټولو بښنه وغوښته.
د اجمل حقيقي يوټوب چينل کې ځينو نجونو هم کار کاوه ولې معلومه نده چې هغوی هم نيول شوي او که نه.

