Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE starting June 12 2026

افغانان د تاريخ پوهې نانسي دوپري پر مړينه ماتم کوي

نانسي په کال ۱۹۲۷ کې امريکايي مور او پلار څخه په هند کې زيږيدلې او بيا وروسته د يو امريکايي ديپلومات ښځې په توګه افغانستان ته راغله.

Nancy Dupree
Nancy Hatch Dupree listens during an interview with The Associated Press at the Afghanistan Center at Kabul University. Source: AP

کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ نو نانسي ته وويل شول چې له افغانستان څخه دې ووځي، نانسي بيا پيښور ته ولاړه چيرې چې افغان کډوالو کمپونو کې افغانانو ته په خدمت کولو بوخته شوه.

پيښور کې هم نانسي ډير تاريخي اثار را ټول کړل او ډير کتابونه يې وليکل.

د طالبانو حکومت ړنګيدو وروسته نانسي پيښور کې پاتې شوه ترڅو هغه اثار خوندي وساتي کوم يې چې له کلونو زحمت وروسته راټول کړي ول.

ويل کيږي چې نانسي شاوخوا ۷۰۰۰ داسې افغان تاريخي اثار راټول کړي کوم چې بې څاري دي.

نانسي دوپري امريکايی وه ولې ده خپل ټول عمر افغانستان ته خدمت لپاره وقف کړی وه.

نانسي تل افغانستان کې دا کوښښ کاوه چې جګړو دوران کې د افغانستان ميراثونه ژوندي وساتي.

افغانستان او هم نړۍ کې دوپرې پر مړينه خلک غمجن دي او هغه افغانستان لپاره ستره ضايع ګڼي.

افغان حکومت يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي چې لومړي ځل لپاره نانسي په کال ۱۹۶۲ کې افغانستان ته راغله او له هغه وخت راهيسې يې دا کوښښ کاوه چې افغانستان کې تاريخي اثار خوندي او ژوندي وساتي. اغلې نانسي خپل کار خدمت دوران کې ډير داسې اثار ټول کړي چې هغه د افغانستان د فرهنګ ميراثونو لپاره يوه ستره او له ارزښت ډکه لاسته راوړنه ده. د اغلې نانسي اثار دا مهال د افغانستان په پوهنتون کې شتون لري.

افغانستان او نړۍ کې د ټولنيزو رسنيو ډيرو کاروونکو هم د نانسي پر مړينه خواشيني ښودلې او د هغې انځورونه په پراخه کچه له يو بل سره شريک کيږي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now