بيګ باش کريکټ ليګ کې له افغانستان څخه پينځه لوبغاړي لوبيږي.
د اسټراليا داخلي کريکټ ليګ چې په بيګ باش مشهوره ده د نړۍ يو له سترو کريکټ ليګونو شميرل کيږي.
بيګ باش کريکټ ليګ چې د اسټراليا داخلي لوبغاړو ترڅنګ بهرني لوبغاړي هم پکې برخه اخلي هر کال د ډيسمبر مياشت له ۱۷ نيټې څخه پيل او تر فبروری ۸ نيټې پورې دوام کوي.
د افغانستان لوبغاړو ترڅنګ تير کال د پاکستان عثمان خواجه لومړنی پاکستاني لوبغاړی وه چې د اسټراليا بيګ باش لوبو کې ولوبيده.
سږ کال لوبو کې عثمان خواجه برخه نه اخلي او د سريلانکا پر خلاف به د پاکستان ملي لوبډلې ته لوبيږي.
د اسټراليا بيګ باش ليګ کې ۸ لوبډلې برخه اخلي.
سيدني تندر، سيدني سيکسرز، اډيليډ سټرايکرز، هوبارټ هيريکينز، ملبورن سټارز، ملبورن رينيګيډز، بريزبن هيټ او پرت سکورچرز.
د اسټراليا بيګ باش لوبو کې افغان لوبغاي ځانګړي ځايونه لري او خپلو لوبډلو ته يې تير کال لوبو کې ښې لاسته راوړنې لرلي.
راشد خان بيا اډيليډ سټرايکز لوبډلې ستوری لوبغاړی شميرل کيږي او د نوموړي انځورونه د عامه ټرانسپورټ پر ښيښو ليدل کيږي.

افغان لوبغاړي مجيب الرحمن ظهير خان بريزبن هيت لوبډلې ته لوبيږي.
بله خوا راشد خان اډيليډ سټرايکرز، محمد نبي عيسی خيل ملبورن رينيګيډ او قيس احمد هوبارټ هيريکنس لوبډلو ته لوبيږي.
د کرکيټ شل اوريز نړيوال جام په کال ۲۰۲۰ کې اسټراليا کې پر مخ اچول کيږي او دا د اسټراليا داخلي کريکټ ليګ يا بيګ باش کې د افغان لوبغاړو لوبيدل دوی لپاره يوښه فرصت دی ترڅو راتلونکي نړيوال جام لپاره د اسټراليا هوا او لوبغالو سره بلدتيا پيدا کړي.


