د افغانستان بانک لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلی چې د پخواني حکومت د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح او یو شمېر نورو چارواکو له ځایونو یوه اندازه نغدې پیسې تر لاسه شوي چې د مسئولینو له لوري، د افغانستان بانک ته وسپارل شوې.
د افغانستان د مرکزي بانک لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي : " د دې پیسو کچه ۱۲۳۶۸۲۴۶ دولس میلیونه درې سوه اته شپېته زره دوه سوه او شپږ څلوېښت امریکایي ډالرو ته رسېږي او یوه اندازه د سرو زرو خښتې هم په کې شته چې ډېری برخه یې د امرالله صالح له ځایه تر لاسه شوي دي او د افغانستان بانک ته سپارل شوي دي."

د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو د افغانستان بانک ته د یادو نغدو پیسو د سپارلو پر مهال یادونه کړې چې دوی "په هره برخه کې روڼتیا ته ژمن دي او له همدې کبله یې د یادو چارواکو نغدې پیسې د افغانستان بانک خزانې ته سپارلې دي."
یاده کچه پیسې د افغانستان د پخواني نظام د لوړپوړو چارواکو ښاغلي امرالله صالح او د ملي امنیت د ځایونو او راپورونو په ترڅ کې تر لاسه شوې دي چې په نغدي ډول یې ساتلې وې، خو لا هم څرګنده نه ده چې دوی دا دومره زیاتې پیسې له کومې لارې تر لاسه کړې او ولې یې ساتلې وې.
د افغانستان اسلامي امارت روڼتیا ته ژمن دی او د پخوانیو متبارزو سیاسي څېرو له ځایونو تر لاسه شوې نغدې پیسې ملي خزانې ته سپاري.
د امرالله صالح په ګډون د پخواني حکومت چارواکو د دغو پیسو په اړه څه ندي ويلي، مګر یو شمېر پدې باور دي چې طالبان د ځینو پخوانیو شخصیتونو د بدنامولو لپاره دغه کارونه کوي.

