د افغانستان د کرېکټ بورد مسئولین وايي، د ماليې وزارت د راتلونکو دریو میاشتو لپاره د افغانستان کرېکټ بورد ته ۱۲ میلیونه افغاني ورکړي دي ترڅو په دغه هېواد کې د کرېکټ د ودې او لا ښه والي لپاره وکاروول شي.
د کرېکټ بورډ لخوا په یوه استول شوي پیغام کې راغلي چې د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلي نصیب خان د افغانستان د مالیې وزارت له دې ګام او همکارۍ څخه مننه کړې چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره یی کرکټ بورډ ته ۱۲ میلیونه افغانۍ ورکړې.
ښاغلي خان زیاته کړې چې د افغانستان د اسلامي امارت لخوا ځانګړې شوې پیسې به "د کرکټ په لا ښه والي کې مهم رول ولوبوي".

