افغانستان له جنوبي افريقا او سريلانکا څخه مخکې شو او ۲۰۲۳ کال نړيوال جام ته يې لار پيدا کړه

افغانستان ۲۰۲۳ کال کريکټ نړيوال جام ته لار پيدا کړه.

316425437_3360201370901104_5931851027184859802_n.jpeg

Afghanistan National Cricket Team Credit: Lahiru_Harshana

افغانستان له سريلانکا څخه يوې لوبې ګټلو او دويمې لوبې باران له امله لغوه کيدو وروسته وشو کولی چې د راتلونکي کال د کریکټ نړیوال جام ته خپل ځای تایید کړي.

هند راتلونکي کال د ۵۰ اوريز نړيوال جام کوربه دی او په ياد جام کې ۸ لوبډلې مخامخ لار پيدا کوي چې افغانستان پدې ليسټ کې ۷ ځای خپل کړ.

هغه پنځه اضافي پواینټونه چې افغانستان د ICC د نارینه وو د کرېکټ نړیوال جام سوپر لیګ سټنډرډونو کې ترلاسه کوي د بې نتیجې له امله د آسیا ټیم په اوسني دور کې ټولټال ۱۱۵ نمرې ته رسوي.

پداسې حال کې چې پنځه نمرې د افغانستان لپاره ښه پایله وه، دا د سریلانکا لپاره بالکل برعکس وه ځکه چې د دوی د کوالیفائی کيدو هيلې لږدې شوې. د سريلانکا لوبډله يوازې د ۶۷ نمرو په لرلو سره په لسم ځای کې ده او په دې موده کې یوازې څلور لوبې پاتې دي چې هڅه وکړي او په سر اتو کې ځای ونیسي.

افغانستان کريکټ ملي لوبډلې په اسټراليا کې ترسره شوي شل اوريز نړيوال جام کې کومه لوبه ونه ګټله او لومړنۍ لوبه وه چې لومړي پړاو کې بهر شوه ولې په اسيا جام او نورو يو ورځنۍ سياليو کې د پام وړ پرمختګ کړی او هماغه برياوې افغانستان راتلونکي نړيوال جام ته تګ لار په اسانۍ سره هواره کړه.

هند کې د ۲۰۲۳ کال ۵۰ اوريز نړيوال جام د اوکتوبر او نومبر مياشتو کې ترسره کيږي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now