شاوخوا ۱۰۶ کاله وړاندې، د ۱۹۱۹ کال د اګسټ د میاشتې په ۱۹مه نېټه، امان الله خان له بریټانیا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.
دا ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو لخوا نمانځل کېږي.
د افغانستان د خپلواکۍ ١٠٦ کالېزه سږکال د سېډني، ملبورن، اډېلېډ او نیوکاسل ښارونو ترڅنګ په کنبرا کې هم ونمانځل شوه.
په کنبرا کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې ملي سرود و غږول شو او د ملي بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول.
ملي بیرغ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر، وحیدالله ویسي لخوا په داسې حال کې پورته شو چې د افغانستان د څلور قومونو انجونو د افغان ښځو په استازيتوب په کې حضور درلود.
په دغو مراسمو کې مېشتو افغانانو، ډیپلوماټانو او یو شمېر تقاعد شویو آسټرالیايي سرتېرو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر، وحیدالله ویسي ویلي چې د استبداد پر وړاندې د مقاومت روحیه لا هم د افغانستان د ولس په وینو کې بهېږي.
هغه ویلي؛ "نن، تر دې نیلي اسمان لاندې او د دې مقدس بیرغ مخې ته، موږ یوازې د یوې تاریخي ورځې یادونه نه کوو بلکې موږ د افغانستان روح او هویت بیا راژوندی کوو."
دا غونډه د سفیرانو او میلمنو لخوا د افغانستان د سولې، ثبات او روښانه راتلونکي په هیله د دریو نیالګیو په ایښودلو سره پای ته رسېدلې ده.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
