افغانستان له پاکستان سره لومړۍ دوه اړخيزې کريکټ لوبې په روانه مياشت کې ترسره کوي

د اسټراليا لخوا په مارچ مياشت کې ترسره کيدونکو لوبو لغوه کولو وروسته پاکستان له افغانستان سره درې يو ورځنې لوبې ترسره کوي. دا لومړی ځل دی چې دواړه هيوادونه دوه اړخيزې لوبې کوي.

download.jpeg

نړيوال جام کې د افغانستان او پاکستان د لوبې جريان

افغانستان د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د دې میاشتې په وروستیو کې په شارجه کې د دریو T20 نړیوالو (T20I) لپاره د پاکستان کوربه توب وکړي، دا د ګاونډیو ترمنځ لومړۍ دوه اړخیزه لړۍ ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دوی ۲۰۲۳ او ۲۰۱۴ کلونو کورنی سیالي به د پاکستان پر وړاندې له سیریز سره پیل شي.

د ACB لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، "د افغانستان نړیوال کورنی سیزن به د پاکستان په وړاندې د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ سره پیل شي چې د مارچ په ۲۵، ۲۷ او ۲۹ په شارجه کې ترسره کیږي."

ټاکل شوې وه چې افغانستان د روان کال په مارچ میاشت کې له اسټرالیا سره د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ پیل کړي، خو د اسټراليا کريکټ بورډ په افغانستان کې له ښځو سره د چلند په اعتراض کې له لوبې کولو ډډه وکړه.

کرکټ اسټرالیا هم په همدې دلیل لدې پخوا د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې د افغانستان سره د ټیسټ لوبې کوربه توب رد کړی و.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د خپلې لوبډلې د لوبېدو په اړه د پاکستان د پرېکړې هرکلی وکړ.

Afghan cricket spectators cheer for their team
Afghan cricket spectators cheer for their team in the match against Sri Lanka in Kolkata on March 17, 2016. (DIBYANGSHU SARKAR/AFP/Getty Images) Source: Getty / Getty Images

اشرف په بیان کې وویل: "موږ د مارچ په میاشت کې د افغانستان سره لوبې کولو لپاره د پاکستان د کریکټ بورډ لیوالتیا ستایو. دا د دوو ګاونډیو هیوادونو لپاره د پام وړ لاسته راوړنه ده."

افغانستان له پاکستان سره درې شل اوریزې او څلور یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، خو دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ دوه اړخیزه سیریز وي.

———————————————————————————

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن پهوړیاتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now