نوی رپوټ: ميانمار او افغانستان د نړۍ تر ټولو خرابې ډيموکراسی لپاره پيژندل شوي

نړۍ کې ډيموکراسی شاخص ته کتنه شوې او ټوله کې د نړۍ نفوس د تير کال پر پرتله لږه آزادي تجربه کوي. د نوي رپوټ له مخه نړۍ کې يوازې ۶.۶ سلنه خلک له بشپږې ديموکراسی سره ژوند کوي چې دا شمير پخوا ۸.۴ سلنه لوړ وه.

A man with food in Afghanistan

A humanitarian crisis in Afghanistan has resulted in the country being ranked last in a survey of global democracies. Source: EPA

نړۍ کې د ډيموکراسی شاخص ته کتنې وروسته موندل شوي چې يوازې ۶.۶ سلنه د نړۍ له نفوس څخه په بشپړ ديموکراسی کې ژوند کوي.

Economist Intelligence Unit ادارې نړۍ کې ديموکراسی څيړنې وروسته دا هم موندلې چې د ټول نفوس دريمه برخه بيا داسې رژيمونو لاندې ژوند کوي استبدادي دي.

اسټراليا په نړۍ کې بيا نهم ځای لري چې خلک يې بشپړې ديموکراسی کې ژوند کوي، انګلستان ۱۸ ځای لري او بيا امريکا ۲۶ ځای خپل کړی.

افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ او بيا ميانمار کې پوځي کودتا وروسته دواړه هيوادونه د نړۍ تر ټولو بدې ډيموکراسی هيوادونه نومول شوي.

ميانمار هيواد په کال ۲۰۲۰ کې ۱۳۵ ځای درلود او اوس ۱۶۶ ځای لري، افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې ۱۳۹ ځای درلود او اوس بيا ۱۶۷ هيواد نومول شوی. افغانستان او ميانمار څخه يوه درجه لاندې بيا شمالي کوريا هيواد دی چې ۱۶۵ ځای يې خپل کړی.

نوې څيړنه کې دا هم راغلي چې د کرونا ويروس وبا د نړۍ نفوس آزادي له ستر ګواښ سره مخ کړې.

Democracy Index 2021.
شاخص دموکراسی ۲۰۲۱ Source: EUI

۳۰۲۰ کال په رپوټ کې د نړۍ ۲۳ هيوادونو وګړي چې د ټولې نړۍ نفوس ۸.۴ سلنه جوړوي بشپړې ديموکراسی کې ژوند کوي.

ولې ۲۰۲۱ کال کې بيا د ۲۱ هيوادونو وګړي چې د نړۍ نفوس ۶.۶ سلنه جوړوي بشپړې ديموکراسۍ کې ژوند کوي.

democracy_index_charts_v2_top_10.jpg

۱۶۷ هيوادونو باندې ترسره شوې څيړنه کې ناروې، اسټراليا، نيوزيليند،فنلينډ، سويډن، ايسلينډ، ډينمارک، ايرلينډ، ټايوان او سويس د نړۍ لس غوره هيوادونه ګڼل شوي چيرې چې د نفوس ډيره برخه يې ديموکراسی کې ژوند کوي.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Akash Arora

سرچینه: SBS News




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now