افغانستان بنګلدېش ته د ۲۰۰ منډو په توپیر سره ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بنګلدېش ته په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې هم ماته ورکړه او لوبلړۍ یې ۳-۰ په خپل نوم پای ته ورسوله.

Untitled design.png

Credit: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان او بنګلدېش تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو په وروستۍ لوبه کې هم افغانستان بنګلدېش ته ماته ورکړه او یاده لوبلړۍ یې ۳-۰ په خپل نوم پای ته ورسوله.

افغان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو سره په ۵۰ اورونو کې د بنګلدېش لپاره د ۲۹۴ منډو هدف و ټاکه.

په دغه لوبه کې د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ یو ځل بیا غوره توپوهنه وکړه او ۹۵ منډې یې جوړې کړې، د نوموړي ترڅنګ محمد نبي ۶۲ او رحمن الله ګربز ۴۲ منډې جوړې کړې.

د توپ اچونې په برخه کې بلال سمیع ۵ او راشد خان ۳ وېکټې ترلاسه کړې.
د بنګلدېش لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او ټول لوبغاړي یې په ۹۳ منډو و سوځېدل.

د افغانستان ښي لاسی چټګ توپ اچوونکی بلال سمیع د لوبې غوره لوبغاړی و نومول شو. مګر ابراهیم ځدراڼ د بنګلدېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې د ۲ نیمه سلیزو پرمټ او ۷۱ منډو په اوسط سره ۲۱۳ منډې جوړې کړې او د یادې لوبلړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

سره له دې چې افغان لوبډلې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې بنګلدېش ته تر دې وړاندې هم ۱۰ ځله ماته ورکړې، خو دا لومړی ځل و چې افغان لوبډله بنګلدېش ته د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په ټولو لوبو کې ماته ورکوي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service