د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبه؛ کومه لوبډله به یې وګټي؟

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د شل اوريزه لوبو درې اړخيزه لوبلړۍ د اګست پر ۲۹مه د متحده عرب اماراتو په کوربتوب پیل شوې چې د سپټمبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي.

Untitled design (5).png

Credit: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي به نن شپه د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې د خپلې دویمې لوبې په موخه د کوربه متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام ۷ نیمې بجې او د سېډني او ملبورن ښارونو په وخت د شپې په یوه بجه پیلېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د روانې لوبلړۍ له پیل مخکې ویلي چې افغان لوبډله د دې سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

په دغې لوبلړۍ کې تراوسه د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ یوه یوه لوبه ترسره شوې چې دواړه د پاکستان لوبډلې ګټلې دي.

دغه درې اړخیزه لوبلړۍ داسې مهال ترسره کیږي چې د سپمټبر په ۹مه د اسیا جام سیالۍ هم د اماراتو په کوربتوب پیلیږي چې د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې به داوم وکړي.
د افغانستان بورډ د اسيا جام لپاره د اګسټ مياشتې په ٢٤مه د راشد خان په مشرې ١٧ کسيزه لوبډله اعلان کړې ده.

افغانستان له هانګ کانګ، بنګله دېش او سریلانکا سره په یو ګروپ کې دي، په داسې حال کې چې په بل ګروپ کې هند، پاکستان، کوربه امارات او عمان شامل دي.

د مهالويش له مخې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په ٩مه له هانګ کانګ، دویمه د سپټمبر په ١٦ مه له بنګله دېش او وروستۍ سیالۍ به د سپټمبر په ١٨ مه له سريلانکا سره ترسره کړي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service