د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې سریلانکا د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې، د افغان ابدالیانو لوبډلې ته د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.
د سریلانکا لوبغاړي سهان اراچیګ ۶۴، نیمیش ویموکتي ۲۳ او پاون ۲۰ منډې ترسره کړې.
د افغان ابدالیانو لپاره په توپ اچونه کې بلال سمیع ۳ او الله محمد غضنفر ۲ لوبغاړي وسوځول.
سره لدې چې د لوبې په پیل کې زبید اکبري خپل ویکټه له هېڅ یوې منډې پرته له لاسه ورکړه، مګر افغان ابدالیانو لوبډلې د سریلانکا هدف په نولسم اور کې ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
په دغه لوبه کې صدیق الله اتل د تېرو لوبو په څېر یو ځل بیا ښه وځلید او د افغانستان لپاره یې په ۵۵ توپونو، ۵۵ منډې ترسره کړې او نا سوځېدلی پاتې شو.
کریم جنت هم د افغانستان لپاره ښه لوبه وکړه او په ۲۷ توپونو د ۳۳ منډو له ترسره کولو وروسته یې خپله وېکټه له لاسه ورکړه.
د افغان لوبډلې تکړه لوبغاړی صدیق الله اتل د اېمرجېنک جام سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی نومول شوی دی.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږله ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

