د ۱۹۱۹ کال د اګسټ د میاشتې په ۱۹مه نېټه، امان الله خان له بریټانیا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.
د افغانستان د خپلواکۍ ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو لخوا نمانځل کېږي.
د آسټرالیا د سېډني، ملبورن او اډېلېډ ښارونو ترڅنګ په نیوکاسل ښار کې مېشتو افغانانو هم د افغانستان د خپلواکۍکالیزه ونمانځله.
د هنټر سیمې د افغانانو د ټولنې مشر، فردین رحماني وايي چې د خپلواکۍ په نمانځغونډه کې د افغانانو ترڅنګ، د نیوکاسل پوهنتون، د مېفیلډ جومات، زهرا هاوس، روغتیا ادارې او د پولیسو استازو هم ګډون کړی و.
هغه وايي: "د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې نمانځنه د افغانانو لپاره یو ملي ویاړ دی چې په هر ګوټ کې یې افغانان د مینې، یووالي او فرهنګي ارزښتونو په فضا کې لمانځي"
"غه شانداره نمانځنه د افغانانو د ملي هویت د بیا تازه کولو ترڅنګ د ټولنې د یووالي او ورورولۍ څرګندونه وه. همدارنګه یې د کوربه هېواد آسټرالیا له ادارو او ټولنیزو بنسټونو سره د مثبتو اړیکو او متقابل درناوي ښکارندویي وکړه."
ښاغلی رحماني وايي چې د افغانستان خپلواکۍ زموږ "د ویاړ، غیرت او ازادۍ نښه ده" او په کار ده چې له دغې ورځې یو مثبت الهام واخیستل شي.
هغه وايي: "د خپلواکۍ د ورځې نمانځنه په نیوکاسل کې د افغان ټولنې د یووالي، د کلتوري ارزښتونو د نمانځنې او د راتلونکو نسلونو لپاره د هویت د خوندي کولو یوه مهمه لاستهراوړنه وه."
"د دې ورځې نمانځنه موږ ته یادونه کوي چې خپل ملي هویت وساتو، یووالي پیاوړی کړو او د خپلو نیکونو د قربانیو ارزښتونه ژوندي وساتو"
"راځئ د خپلواکۍ له ارزښتونو الهام واخلو او د یووالي او پرمختګ پر لور په ګډه ګام واخلو."
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.