شاوخوا ۱۰۷ کاله وړاندې، د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په ۱۹مه، امان الله خان له بریټانیا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.
د افغانستان د خپلواکۍ ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له خوا نمانځل کېږي.
له اډېلېډ وروسته، تېره شپه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د نیوکاسل د افغانانو د کلتوري ټولنې (Afghan Cultural Association of Newcastle) او افغان څو کلتوري مرکز (Afghan Multicultural Hub) په ګډه همکارۍ په نیوکاسل کې ونمانځل شوه.
په دغو مراسمو کې د نیوکاسل د مېشتو افغانانو ترڅنګ، د سېډني او برزبن یو شمېر افغانانو هم ګډون کړی و.
د نیوکاسل د افغانانو د کلتوري ټولنې مشر، سمیع مهمند، وايي چې د افغانانو ګډ حضور دا پیغام ورکاوه چې افغانان له خپل هېواده لرې هم خپل ملي هویت، تاریخ، کلتور او له افغانستان سره مینه ژوندۍ ساتي.
هغه وايي: "سږني مراسم یوازې د افغانستان د خپلواکۍ د تاریخي ورځې د یادولو لپاره نه وو؛ بلکې د افغان ټولنې د یووالي، کلتوري هویت، ټولنیزو خدمتونو، ځوانانو، ورزش، زده کړو او د ټولنې د فعالو غړو د ستاینې لپاره هم ځانګړي شوي وو."
"د دې کال د مراسمو یوه مهمه برخه د هغو کسانو او ادارو ستاینه وه چې د افغان ټولنې او پراخې ټولنې لپاره یې په بېلابېلو برخو کې خدمتونه او لاسته راوړنې لرلې."
ښاغلی مهمند وايي چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې نمانځل "یوازې یوه تاریخي نېټه نه ده" بلکې دغه ورځ د افغانانو "د ملي هویت، تاریخ او ویاړ یوه مهمه برخه ده".
هغه زیاتوي: "موږ دا ورځ ځکه ونمانځله چې خپل تاریخ راتلونکي نسل ته انتقال کړو، خپل کلتور ژوندی وساتو او خپلو ماشومانو او ځوانانو ته دا پیغام ورکړو چې هغوی کولی شي په استرالیا کې د دې هېواد د بریالیو او فعالو اتباعو په توګه ژوند وکړي، خو په عین وخت کې خپل افغان هویت، ژبه، کلتور او تاریخ هم وساتي."
"له بلې خوا، دا ډول مراسم د استرالیا د بېلابېلو ټولنو ترمنځ هم تفاهم او اړیکې پیاوړې کوي. کله چې افغانان خپل کلتور له نورو استرالیایانو سره شریکوي، دا د څو کلتوري استرالیا د تنوع یوه مهمه برخه ګرځي."
"په یووالي کې زموږ ځواک دی، په خپل کلتور کې زموږ ویاړ دی، او په خپل هویت کې زموږ راتلونکی دی."
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د روانې اوونۍ په پای کې په سېډني، ملبورن او برزبن ښارونو کې هم ونمانځل شي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

