د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ وبلل شو

د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ معرفي شوی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولی شي د نړۍ ۲۵ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

Afghanistan Passport.jpg

Credit: SBS Pashto / Mujeeb Muneeb

د هېنلي اینډ پارټنرز ادارې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د سنګاپور پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو با اعتباره او د افغانستان پاسپورټ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ پېژندل شوی دی.

د سنګاپور پاسپورټ لرونکي کولی شي د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان او سویلي کوریا پاسپورټونو دویم ځای خپل کړی. د دغو هېوادونو اوسېدونکي د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته بې له ویزې سفر کولی شي.
ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، جرمني، ایرلند، ایټالیا او هسپانیه په درجه بندۍ کې درېیم ځای لري. د دغو هېوادونو وګړي کولای شي‌ د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د هېنلي د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې نوي زیلنډ پنځم، انګلستان شپږم او آسټرالیا اووم ځای خپل کړی.

د پاسپورټونو د درجه بندۍ لېست چې د جولای په ۲۲مه نېټه خپور شوی ښيي چې د افغانستان پاسپورټ د ۱۹۹ هېوادونو په لېست کې وروستی ځای خپل کړی.


سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ معرفي شوی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولی شي د نړۍ ۲۵ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د هېنلي ایند پارټنرز ادارې، دغه لېست د نړیوال هوایی ټرانسپورټ ادارې (IATA) په مرسته برابر کړی دی.

د هېنلې او پارټنرز ادارې د معلوماتو پر اساس د افغانستان او سېدونکي له ویزې پرته لاندې هېوادونو ته سفر کولای شي.
  • بنګلدېش 
  • بروندي
  • کمبوډیا
  • کیپ ورډ ټاپوګانې
  • ډ کومورو ټاپوګانې
  • کوک ټاپوګانې
  • جی بوتي
  • دومینیکا
  • ګینه بیسو
  • هایټي
  • کینیا
  • مکاو 
  • مدګاسکار
  • مالدیو
  • میکرونیزیا
  • موزمبیک
  • نیوو
  • د پالاو ټاپوګانې
  • ساموا
  • رواندا
  • سیچیلیس
  • سومالیا
  • سریلانکا
  • تیمور - لست
  • توالو
دغه معلومات د هینلې او پارټنرز ادارې له وېب پاڼې څخه ترلاسه شوي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د یادې ادراې له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ: https://www.henleyglobal.com/passport-index
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

خپور شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ وبلل شو | SBS Pashto