د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبډله به د لومړي ځل لپاره د آسټرالیا په ملبورن ښار کې لوبه ترسره کړي

د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبغاړې به د جمهوریت له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره د آسټرالیا د کرېکټ بورډ په مرسته سمبولیکه لوبه ترسره کړي.

Afghanistan women's cricket team.png

Credit: SBS/ABC/Supplied

مهم ټکي:
  • د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبغاړې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه په ملبورن کې ۲۰ اوریزه لوبه ترسره کوي.
  • د افغانستان د ښځینه کرېکټ ډیری لوبغاړې د جمهوریت له سقوط وروسته آسټرالیا ته راغلي او اوسمهال د آسټرالیا په ملبورن او کنبرا ښارونو کې ژوند کوي.
  • تر دې وړاندې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتنه کړې وه چې په آسټرالیا کې د ښځینه کرېکټ لوبډلې په جوړېدو کې مرسته وکړي.
د آسټرالیا د کرېکټ بورډ د خبر له مخې، د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبغاړې به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د " بې پولې کرېکټ" لوبډلې سره په ملبورن کې لوبه ترسره کړي.

د جمهوریت له سقوط مخکې، د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا له ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره قرار داد شوی و چې د طالبان له واک ته رسېدو وروسته ۲۲ لوبغاړې آسټرالیا ته راغلي او اوسمهال د آسټرالیا په ملبورن او کنبرا ښارونو کې ژوند کوي.

د آسټرالیا کرېکټ بورډ وايي چې دغه لوبه د آسټرالیا د حکومت په ګډون د افغانستان د ښځینه لوبغاړو او نورو برخه والو په مشوره تنظیم شوې ده.

سره له دې چې دغه لوبه د آسټرالیا د کرېکټ بورډ په ملاتړ ترسره کېږي، آسټرالیا په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند له افغان ملي لوبډلې سره درې ځله لوبې لغوه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) لا هم د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبغاړو لیک ته ځواب نه دی ورکړی.

جولای میاشتې په لومړیو کې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) څخه غوښتنه وکړه ترڅو د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې په جوړېدو کې مرسته وکړي.

د ښځینه لوبغاړو غوښتنه دا وه چې ښځینه لوبډله په آسټرالیا کې جوړه شي او د افغانستان په نوم لوبې ترسره کړي.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service