د اسټراليا مهاجرت ادارې سنا مجلس ته معلومات ورکولو دوران کې د هغو افغانانو ويزو نه تمديد کيدو خبر ورکړ کوم چې لا اوس هم افغانستان کې پاتې دي.
هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې بيړني حالت له مخه درې مياشتنې ويزې ورکړل شوي او هغوی لا تر اوسه ل افغانستان څخه بهر ندي وتلي د هغوی ويزې نه تمديد کيږي بلکې دوی به جلا د اسټراليا بشري مرستو ويزو ته غوښتنليک ورکوي.
د اسټراليا مهاجرت وزارت وايي، هغو افغانانو ته چې افغانستان کې درې مياشتنې ويزې ورکړل شوې او لا ندي راوتلي داسې پاليسي موجود نده ترڅو له مخه يې د هغوی ويزو موده هم وغځول شي.
" کله چې له اسټراليا څخه بهر تاسو ته د ۴۴۹ موقتې ويزې درکړل شوي اوسي نو د هغې مودې ختميدو سره تاسې بايد بشري ويزو لپاره غوښتنليک ورکړئ."
هغه کسان چې د اسټراليا مهاجرت او بهرنيو چارو وزارتونو سره مرستو لپاره اړيکې نيولی شي هغوی سره به د هغوی حالت ته په کتنو مرسته کيږي.
داسې انديښنې هم شته چې ډير افغانان به ونشي کولی ترڅو له اسټراليايي چارواکو سره په اړيکه کې شي او دوی له طالبانو په پټه ژوند کوي.
د اسټراليا مهاجرت وزارت وايي، هغو کسانو ته چې افغانستان کې لنډمهاله ويزې ورکړل شوي او موده يې ختميږي له هغوی سره به اړيکه نيول کيږي ترڅو لدې وروسته څه وکړي.
د اسټراليا ګرين ګوند سناتور د هغو افغانانو چې برخليک معلوم ندی د هغوی راتلونکي لپاره ژوره انديښنه څرګنده کړه.
بله خوا هغه افغانان چې له ۴۴۹ ويزو سره اسټراليا ته راغلي د هغوی ويزو مودې غځولو پريکړه شوې او ۱۲ مياشتو لپاره به د يادو ويزو موده غځول کيږي.
طابانو واکمنۍ وروسته افغانانو ته ۵۶۳۶ د بيړنۍ لنډمهاله ويزې ورکړل شوې ترڅو له افغانستان څخه اسټراليا ته راشي.
له يادو شميرو څخه يوازې ۳۵۶۸ يې اسټراليا ته رسيدلي باقي له ۲۰۰۰ ډير نور يا افغانستان کې دي او يا کوم بل هيواد ته کډه شوي
اسټراليا کې د بشري مرستو موسسو پر حکومت فشار ډير کړی ترڅو افغانانو ته د ويزو شمير ۲۰،۰۰۰ ته لوړ کړي، ځکه انګلستان، کاناډا او امريکا اعلان کړی چې ۴۰،۰۰۰ افغانان په خپلو هيوادونو کې ميشتوي.
افغانستان څخه وتل ډير محدوديتونه لري
شاوخوا ۸۷ اسټراليايي پاسپورټ لرونکي او ۸۲ دايمي ويزو لرونکي دا مهال افغانستان کې دي او وتلو لږې لارې لري.
بله خوا له افغانستان څخه د افغانانو بهر ويستلو شمير هم ډير شوی. د اسټراليا نظامي الوتکو افغانانو ويستلو ماموريت ختميدو سره دا مهال ۴۱۰۰ څخه تر ۵۱۰۰ افغانان په تمه دي ترڅو بهر وويستل شي.
د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت وايي، قطر هيواد په مرسته له کابل څخه ځيني پروازونه تنظيم شول چې پکې ۱۰۳ اسټراليايي اتباع او دايمي ويزې لرونکي له کابل څخه بهر شول.
د ياد وزارت چارواکی Simon Newnham وايي، "مونږ له کابل څخه د بهرنيو پروازونو پيليدو باندې فوکس کوو."
د اسټراليا حکومت وړانديز خلاف بيا ځيني افغانان له اسټراليايي لنډمهالو ويزو سره پاکستان، ايران، تاجکستان او ازبکستان ته تللي.
يوازې پاکستان ته ۹۰۰ افغانان اوښتي ترڅو له هغې لارې اسټراليا ته سفر وکړي.
بله خوا افغانستان لپاره د بهرنيو چارو وزارت استازی Daniel Sloper وايي، سره لدې چې طالبانو ژمنه کړې ترڅو د نورو هيوادونو ويزه لرونکو ته اجازه ورکوي چې له هيواد څخه بهر شي ولې بيا هم خطرونه پر خپل ځای دي.
ښاغلی وايي، د اسټراليا دولت به په دوامداره توګه له طالبانو مشرانو سره په اړيکه کې وي.

