Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

افغانستان، ايران او هند په يو وخت پاکستان خلاف غږ پورته کړ

پاکستان ته د سعودي عرب وليعهد بن محمد بن سلمان سفر داسې مهال ترسره کيږي چې پاکستان خلاف لومړي ځل لپاره دريو ګاونډيو هيوادو په يو وخت کې غږ پورته کړی.

Pakistan is under pressure from its neighbours
Pakistan is under pressure from its neighbours Source: SBS Pashto

پاکستان ته سعودي عرب وليعهد شهزاده بن سلمان سفر دوران کې د دواړو هيوادو تر مينځ ۲۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت يو لړ تړونونه لاسليک شوي.

دا سفر داسې مهال کيږي چې هند او ايران دواړو هيوادو په يو وار پاکستاني حکومت پدې تورن کړی چې ياد هيواد کې ترهه ګرو ډلو خلاف چلن نه کوياو هغوی ته پټنځايونه ورکوي.

هند د پاکستان خلاف د سخت چلن ګواښ له هغه وروسته وکړ چې کشمير سيمه کې پر هندي پوځيانو ځانمرګۍ بريد له امله ۴۲ هندي پوځيان ووژل شول او ګڼ شمير نور ټپيان شول.

Security forces near the damaged vehicles in Kashmir.
More than 40 police officers were killed in a suicide attack in India's contested Kashmir region. (AAP) Source: AAP

د ياد بريد مسوليت پاکستان کې مذهبي ډلې جيش محمد  پر غاړه واخيست.

هند د ياد بريد غچ اخيستلو ګواښ کړی او ويلي دي چې پاکستان به منزوي کړي.

بيا بله خوا د پاکستان او ايران پر پوله پر ايراني پوځيانو ځانمرګۍ بريد شوی او د ايران سپاه پاسداران انقلاب ۲۷ پوځيان وژل شوي.

د ايران پوځي چارواکي وايي چې ياد بريد پاکستان کې طرحه شوی او پاکستان کې ترهه ګرې ډلې جيش العدل ياد بريد ترسره کړی.

ايران پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که نږدې راتلونکې کې د يادې ډلې خلاف عملي چلن ونه کړي نو د ايران له کلک غبرګون سره به مخ شي.

Mourners carry flag-draped caskets during a mass funeral for those killed in a suicide car bombing that targeted members of Iran's powerful Revolutionary Guard.
Mourners carry flag-draped caskets during a mass funeral for those killed in a suicide car bombing that targeted members of Iran's powerful Revolutionary Guard. Source: AAP

هند او ايران پاکستان ترهه ګرو ډلو پر ملاتړ تورنوي، ولې بيا بله خوا پاکستان دا تورونه په کلکه ردوي.

د ايران او هند بهرنيو چارو د وزارت مرستيالانو د شنبې په ورځ ناسته کړې او ترهه ګرۍ خلاف پر همکارۍ يې خبرې کړي.

د ايران بهرنيو چارو وزير مرستيال سعيد ارغچي رسنيو ته ويلي چې دواړو هيوادو ترهه ګرۍ خلاف پر همکارۍ هوکړه کړې او نور ترهه ګرۍ کړنۍ دوی لپاره د زغملوندي.

بله خوا د پاکستان بل ګاونډی هيواد افغانستان هم ملګرو ملتونو ته د پاکستان او طالبانو د ټاکل شوي ناستې خلاف شکايت وکړ.

پاکستان طالبانو ته رسمي بلنه ورکړې وه ترڅو اسلام آباد کې سره ناسته وکړي او دا هم په پام کې وه ترڅو د پاکستان لومړی وزير عمران خان له طالبانو سره وګوري ولې د افغانستان لخوا ملګرو ملتونو ته شکايت وروسته دا ناسته لغوه شوه.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان خلاف په يو وخت کې د ياد هيواد درې ګاونډي هيوادونه شکايت کوي او ياد هيواد د ترهه ګرو په ملاتړ تورنوي.

دوه ورځې وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو پر پاکستان غږ کړی، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځي سم لاسي ختم کړي او د ټولو هغو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، چې له پاکستانه په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه سمبالوي.

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now