SKIP TO MAIN CONTENT

افغانستان د کرېکټ شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ

لندن کې د کرېکټ نړیوالې شورا څو ورځې ناستې وروسته د افغانستان او ایرلڼد لوبډلو ته بشپړغړیتوب ورکړل شو او دواړو هيوادو د تېسټ لوبو دریځ هم خپل کړ.

Samiullah Shenwari, Andre Russell,
Afghanistan's Samiullah Shenwari runs to celebrate after running out West Indies' Andre Russell, on ground, March 27, 2016. (AP Photo/Saurabh Das) Source: AP

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Skip to article content

 د افغانستان به لدې وروسته د نورو لويو لوبډلو سره لوبيدو چانس ډير وي. د بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو وروسته افغانستان به د کريکټ نړيوالې شورا څخه د کال شاوخوا ۵۰ ميليونه ډالر ترلاسه کوي چې دا به افغانستان کې د کريکټ ودې لپاره وکارول شي.

دا د افغانستان کريکټ تاريخ کې تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده.

د افغانستان بشپړ غريتوب لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ د نړۍ وتلو څيرو هم مبارکي ويلي.

د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو وروسته اوس د بشپړ غړيتوب هيوادو شمير ۱۲ ته لوړ شو.

 

بي بي سي

کرېکټ کې د افغانستان پرمختګ خورا چټک او بې ساری و. د دغه هېواد د کرېکېټ بورډ يوازې ۱۹۹۵ کال کې پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو له لوري جوړ شوی و.

په ۲۰۰۴ کال کې یې د اسيا کرېکټ شورا کې لومړۍ سيالۍ وکړې، شل اوريزو نړيوالو اتلوليو کې يې لومړی ځل ۲۰۱۰ کې ګډون وکړ.

په ۲۰۱۱ کال کې د يو ورځنيو نړيوالو سياليو بشپړ دريځ ته ورسېد، او په ۲۰۱۳ کال کې د کرېکېټ نړيوالې شورا اسوشيېټ يا شريک غړی شو.

په ۲۰۱۴ کال کې یې د هند، پاکستان، سريلانکا او بنګله دېش په ګډون د اسيا اتلولۍ کې سيالي وکړه، او بنګله دېش ته يې يوه لوبه کې ماته هم ورکړه.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې تېرو څو کلونو کې اوچت ګامونه اخيستې، په ځانګړي ډول د تېر ۲۰۱۶ کال شل اوريزو نړيوالو اتلوليو کې چې هند کې کېدې، افغان کرېکټ لوبډله په کې سوپر ټن يا د سر لسو لوبډلو ته وخته او وېسټ انډيز ته يې هم ماته ورکړه، چې دغه هېواد يې درجه بنديو کې نور هم مخکې کړ.


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now