د جرګه فلم له نورو هاليووډ فلمونو څخه توپير يې پدې کې دی چې افغانستان کې د جګړې ناخوالې د افغانانو له خولې انځوروي او دا ښايي چې روانې جګړې پر بهرنيو ځواکونو او هم افغانانو څومره بدې اغيزې شيندلي.
د جرګه فلم دا مهال د اسټراليا سينماوو کې نندارې ته وړاندې شوې او په پام کې ده چې نږدې راتلونکې کې د نړۍ نورو هيوادو کې هم نندارې ته وړاندې شي.
د نړۍ تر ټولو معتبرې جايزې"اسکار" ته دا فلم د اسټراليا هيواد لخوا په بهرنۍ ژبه جوړ شوي فلم برخه کې نوماند شوی.
د جرګه فلم ډايريکټر بينجامين ګيلمور اس بي اس پښتو خپرونې ته يو راليږل شوي پيغام کې ويلي، " دا تل زمونږ او زمونږ د افغان دوستانو يو خوب وه ترڅو د افغانستان يو مختلف انځور پر سينما پردو وليدل شي او د افغانانو سخاوت او سولې سره مينه نورو ته وښودل شي چې دا يو حقيقت هم دی."
ښاغلی ګيلمور وايي که نړۍ خلکو ته د افغانانو حقيقي څيره وښودل شي کوم چې سياسي او ټولنيز اړخه ډيره کې نه ښودل کيږي نو لدې سره افغانستان کې جګړه هم ختميدای شي.

د جرګه فلم چې پر پښتنو جوړ شوی او پښتانه پکې انځور شوي د نړۍ تر ټولو لويې او معتبرې جايزې اسکار ته سيالۍ لپاره وړاندې کيږي.
د جرګه فلم نړيوالو ته د افغانانو او په ځانګړي ډول پښتنو يو جلا انځور وړاندې کولو سره به د پوهاوي کچه لا لوړه کړي ترڅو نړيوال سياسي دريځ او افغانستان کې روانې جګړې ختمولو کې به خپل رول ولوبوي.
د جرګې فلم ډايرکټر بينجامين ګيلمور وايي چې اوس وخت کې پکار ده ترڅو امريکا بايد له افغان حکومت او هم طالبانو سره خپلو هوکړو برخه کې جدي اوسي او له طالبانو سره تلپاتې سولې هوکړه لاسليک کړي.
ښاغلی وايي،" هره ورځ پرته له يوې جدې هوکړي افغانستان کې مرګونه رامينځته کيږي او يا خلک ټپي کيږي او ددې مخنيوی کيدلی شي."
د اسکارز يا اکاډيمي سترې نړيوالې سيالۍ ګټوونکي د ۲۰۱۹ کال جنورۍ مياشت پر ۲۲ نيټه اعلانوي.

