افغان توپ اچوونکو د ويسټ وينډيز لوبډلې توپ وهوونکي يې فشار لاندې وساتل او يادې لوبډلې وشو کولی چې په ۵۰ اورونو کې يوازې ۱۹۷ منډې جوړې کړي.
مجيب ځدران ۳۳ منډو ورکولو سره درې لوبغاړي يې وسوځول.
افغانستان د توپ وهنې ښه پيل نه درلود او يوازې ۱۷ منډو سره يې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي ول.
افغانستان لوبډله ۷ لوبغاړو سوځيدو سره وتوانيده چې په ۴۷ اور کې ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه وګټي.

افغانستان ته پکار ده چې خپلې راتلونکې لوبې له ايرلينډ او عربي اماراتو څخه وګټي ترڅو مخته تلو چانس ېې ډير شي.

