Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

افغاني الاصله مينا ذکي د اسټراليا پارلمان ته ځان نومانده کړې

مينا ذکي د اسټراليا راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د واکمن ليبرال ګوند لخوا د اسټراليا پلازمينې " کنبيرا" څوکۍ لپاره نومانده ده.

Mina Zaki - Liberal Candidate for Canberra
Mina Zaki - Liberal Candidate for Canberra Source: Mina Zaki Liberal fb

۳۴ کلنه مينا ذکي افغانستان کې زيږيدلې او ۷ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره اسټراليا ته کډواله شوې.

نوموړې خپل خاوند او دريو ماشومانو سره د اسټراليا پلازمينه "کنبيرا" کې ژوند کوي.

مينا ذکي د ليبرال ګوند غړې او راتلونکو ټاکنو لپاره د ياد ګوند لخوا پلازمينې کنبيرا څوکۍ لپاره کومه چې دا مهال د ليبر ګوند لاس کې ده نومانده ده.

اغلې ذکي هغه وخت د رسنيو پام ځانته واړاوه کله چې دده پر دوه تابعيت لرلو او افغان تابعيت لغوه کولو مسلې سوالونه پورته شول.

د اسټراليا قانون له مخه هر نوماندان بايد يوازې د اسټراليا تابعيت ولري او خپل دويم تابعيت له نوماندې مخکې لغوه کړي.

د ګارډين ورځپاڼې له مخه اغلې ذکي د روان کال اپريل مياشت په ۱۶ نيټه خپل افغاني تابعيت لغوه کولو اعلان کړی ولې هغه اسناد او معلومات چې د استراليا ټاکنو کميسيون ته سپارل شوي او هم په افغاني قانون کې تابعيت لغوه کولو په اړه شتون لري ويل کيږي چې ياد کار لپاره نور طی مراحل او وخت ته اړتيا ده.

Mina Zaki - Liberal Candidate for Canberra
Mina Zaki - Liberal Candidate for Canberra Source: Mina Zaki Liberal fb

دا لومړۍ ځل دی چې پدې دور ټاکنو کې له نوماندانو غوښتل کيږي ترڅو يو چک ليسټ ډک او لاسليک کړي، ياد چک ليسټ کې نورو پوښتنو ترڅنګ له نوماندانو د دويم تابعيت لرلو په اړه پوښتنه کيږي؟

مينا ذکې لومړنۍ افغان ميرمن ده چې د اسټراليا فدرال ټاکنو کې د واکمن ګوند لخوا يوې مهمې څوکۍ لپاره نومانده کيږي.

اسټراليا کې د پارلمان فدرالي ټاکنې د روانې می مياشت په ۱۸ نيټه ترسره کيږي.

 

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now