د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ له صوفي الوچ سره له نږدې ۲۰ کاله ګډو ژوند وروسته واده وکړ.
د دغو دواړه د واده مراسم په اډېلېد ښار کې ترسره شوي چې د واده په مراسمو کې یې د لومړي وزیر انتوني البنیزي په ګډون یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم برخه اخیستې و.
دغه دواړه دوه لورګانې هم لري: الګزاندرا ۱۱کلنه او حنا ۸ کلنه.

د پارلمان وکیله، میشل رولانډ د هغو کسانو له ډلې څخه ده چې پیني وانګ ته یې د واده مبارکي ورکړې.
هغې ویلي: "تاسو دواړه ښکلې ښکارئ."
اغلې وانګ چې په ۲۰۰۲م کال کې پارلمان ته لاره پیدا کړې، په دې وروستیو کې یې د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د کابینې د ښځینه وزیرې په توګه تاریخ جوړ کړ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

