سعودي عرب شاوخوا ۱۰۰۰۰ بهرنيو عمره کوونکو ته اجازه ورکوي ترڅو ياد هيواد ته سفر وکړي او ځينو شرايطو سره عمري مراسم ترسره کړي.
د سعودي عرب د حج او عمري چارو د وزارت مرستيال امر المداح د ياد اعلان په وخت کې وويل، سعودي عرب ته راتلونکي عمره کوونکي بايد لږ تر لږه دريو ورځو لپاره ځانونه قرنطين کړي مخکې لدې چې عمرې مراسم ترسره کړي او يا مذهبي ځايونو ته سفر وکړي.
عمره کوونکي به کرونا ويروس لپاره معاينه کيږي او که چيرې کوم بهرني کس کې د کرونا ويروس وموندل شي ياد کس به سعودي چارواکو لخوا څارل کيږي.
له کرونا ويروس څخه مخکې به ميليونو مسلمانانو د نړۍ هيوادونو څخه سعودي عرب ته سفر کاوه ترڅو د عمري مراسم ترسره کړي ولې د کرونا ويروس خپريدو مخنيوي لپاره د ياد مکه معظمې الحرم جومات د مسلمانانو پر مخ تړل شوی وه.
سعودي چارواکي وايي، د بهرنيو عمره کوونکو راتګ به يو ازمايښتي کړنه وي او حالت ته په کتو به د سعودي حکومت اړين ګامونه پورته کوي.
د نوو تګلارو له مخه عمره او يا حج کوونکي نشي کولی ترڅو پر کعبې لاس ووهي.
سعودي عرب کې تر دې دمه يوازې د ياد هيواد تابعيت لرونکي په ټاکل شوي شمير د عمرې او حج مراسمو کې ګډون کولی شي.
دا مهال د سعودي عرب اوسيدونکي په يوه ورځ کې د ۶۰۰۰ په شمير د عمرې مراسمو کې برخه اخيستلی شي.
کرونا ويروس وبا څخه مخکې سعودي عرب هر کال له عمرې او حج کوونکو څخه تر ۱۲ ميلياردو امريکايي ډالرو ګټه ترلاسه کوله.

