د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په اړه په یوې ګډې اعلامیې کې راغلي چې "ټولو خواوو د اوربند پر دوام هوکړه کړې ده".
دغه ګډه اعلامیه چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه خپره شوې زیاتوي:
"افغانستان، پاکستان، ترکیې او قطر د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې په استانبول کې غونډې وکړې چې موخه یې د هغه اوربند ټینګول وو چې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب سره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۸-۱۹ په دوحې کې د افغانستان او پاکستان لخوا موافقه شوې وه."
"ټولو لوریو موافقه کړې ده چې د څارنې او تصدیق یو میکانیزم به رامنځته کړي، څو د سولې ساتنه یقیني کړي او پر هغه لوري جریمه ولګوي چې سرغړونه وکړي."
په اعلامیې کې همدا راز راغلي چې دواړه خواوې پلان لري چې د نومبر په شپږمه په استانبول کې د لوړې کچې په غونډه کې بیا سره وګوري ترڅو د اوربند د پلي کولو څرنګوالی نهایی کړي.
د منځګرو هېوادونو په توګه، ترکیې او قطر "د دواړو خواوو د فعالې ونډې ستاینه" کړې او زیاته کړې یې ده چې له دواړو خواوو سره "د تلپاتې سولې او ثبات" په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

