د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي نن (سه شنبه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې (ASIO) د باور وړ شواهد راټول کړي دي چې ښيي د ایران حکومت په آسټرالیا کې د یهودو ضد دوه بریدونه رهبري کړي دي.
هغه په کنبرا کې خبریالانو ته ویلي: "ایران هڅه کړې چې خپله لاسوهنه پټه کړي، خو د آسټرالیا استخباراتي ادارې ارزونه کړې دغه هېواد د تیر کال د اکتوبر په ۲۰مه په سېډني کې د لیوس کانټینینټل کېچن ( Lewis’ Continental Kitchen) او په ملبورن کې د اډاس اسراییلو (Addass Israel) په عبادت ځای د بریدونو تر شا و."
لومړي وزیر ویلي چې د ایران سفیر له دغه هېواد څخه ویستل شوی او په ایران کې د آسترالیا د سفارت فعالیتونه ځنډول شوي دي.
البنیزي وايي چې د آسټرالیا د استخباراتي ادارې ارزونه ښيي چې د دې احتمال شته چې ایران به نور بریدونه هم رهبري کړي وي.
هغه زیاته کړې: "دا د یرغل غیر معمولي او خطرناک عملونه وو چې د یوه بهرني هېواد لخوا د اسټرالیا په خاوره کې تنظیم شوي وو. دا هڅې وې چې زموږ ټولنیز یووالی کمزوری کړي او زموږ په ټولنه کې نفاق واچوي."
په همدې حال کې په ایران کې مېشتو آسټرالیایانو ته خبرداری ورکړل شوی چې له دغه هېواد څخه ووځي.
د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ویلي چې آسټرالیايي ډیپلوماتان د دوی د خوندیتوب لپاره درېیم هېواد ته لیږدول شوي او په ایران کې یې آسټرالیایانو ته مشوره ورکړې چې له دغه هیواد څخه ووځي.
هغې ویلي: "زه پوهېږم چې زیات شمېر آسټراليايان په ايران کې کورنۍ اړيکې لري، خو زه له هر هغه آسټراليايي چې ایران ته د تګ په اړه فکر کوي، غوښتنه کوم چې داسې مه کوئ."