د اسلام آباد پولیسو علي وزیر او ایمان مزاري محکمې ته وړاندې کړل

د اسلام آباد پولیسو علي وزیر او ایمان مزاري د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاریون کې له وینا وروسته نیولي دي.

imgonline-com-ua-twotoone-ZykEiuljSU.jpg

Credit: Facebook/ Ali Wazir & Imaan Mazari

په اسلام اباد کې یوې ځايي محکمې د یکشنبې په ورځ منلې ترڅو د پاکستان د ملي شورا پخوانی غړی علي وزیر او د بشري حقونو وکیله، ایمان مزاري د غیرقانوني غونډې، مقاومت او "په دولتي چارو کې د لاسوهنې" په تور په توقیف کې وساتل شي.

راپورونه ښيي چې رسنیو ته اجازه نده ورکړل شوې ترڅو محکمې ته دننه شي او له ودانۍ بهر د یو زیات شمېر پولیسو په شتون کې محکمه دایره شوې ده.

Ali Wazir, PTM
Ali Wazir, PTM Source: YouTube

محکمې د پولیسو لخوا د ایمان مزاري د یوې ورځې او علي‌ وزیر د دوو ورځو توقیف تایید کړی دی.

د اسلام آباد پولیسو علي وزیر او ایمان مزاري د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاریون کې له وینا وروسته نیولي دي. محکمې د پولیسو هغه غوښتنه منلې ترڅو دغه دواړه په توقیف کې وساتي.

د اسلام آباد پولیسو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړه پولیسو ته د څېړنې لپاره پکاره وه له همدې امله نیول شوي.

د آګسټ پر ۱۸مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ د اسلام آباد په ترنول سیمه کې یوه غونډه نیولې وه، په یاده غونډه کې د پي ټي ام د غړو ترڅنګ د بشري حقونو فعالې او وکیلې ایمان مزاري هم برخه اخیستې وه.

ایمان مزاري، د پاکستان د بشري حقونو د پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري لور ده چې د پښتون ژغورنې په ناسته کې یې پر پوځ تندې نیوکې کړي.

ټاکل شوې ترڅو علي وزیر د آګسټ پر ۲۲ نېټه او ایمان مزاري د سپټمبر پر ۲ نېټه محکمې ته وړاندې کړل شي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now