د پښتون ژغورنې غرځنګ مخکښ غړی علي وزیر تېره ورځ یو ځل بیا د پېښور د پولیسو لخوا نیول شوی دی. د پېښور د پولیسو افسر علي امین، جیو نیوز ته په خبرو کې ويلي چې د نوموړي پر خلاف په کراچۍ کې شکایت ثبت شوې او د سیند ایالت د پولیسو په غوښتنه نیول شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دغه پېښه تائید کړې او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي چې په پېښور کې د پولیسو له خوا د علي وزیر نېول کېدل د دولت د " پالیسیو تسلسل دی".

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن داوړ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تر دې وړاندې هم د دغه غورځنګ د غړو پر وړاندې ورته شکایتونه ثبت شوي مګر دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
داوړ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، علي وزیر پیښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي د برید پنځم کال مراسمو کې ګډون کړی و چې بېرته راتګ پر مهال نیول شوی دی.

علي وزیر په داسې حال کې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوی چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر د فتر پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی دی.
محسن داوړ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې له طالبانو په اسلام آباد کې په سرو غالیو هرکلی کېږي او علي وزیر د پوځي ښونځي د ډله اېزې وژنې یادولو لپاره نیول کېږي دا له شرمه ډک عمل دی.

