SKIP TO MAIN CONTENT

د بښنې نړيوال سازمان له پاکستان حکومت څخه د عارف وزير وژل کيدو جدي پلټنې غوښتنه وکړه

د پښتون ژغورنې پر مخکښ غړي عارف وزير وسله وال بريد وروسته نوموړی سخت ټپي شوی.

Arif Wazir
Source: Supplied

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Skip to article content

د پاکستان واڼه ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي عار وزير وسله وال بريد شوی او نوموړی سخت ټپي کيدو وروسته ساه ورکړه.

عارف وزير چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی وه د ياد غورځنګ بل مخکښ غړي او د پاکستان قومي اسمبلی غړی علي وزير د تره زوی هم وه.

عارف وزير لدې وړاندې څو وارې د پاکستان امنيتي ادارو لخوا نيول شوی وه.

د عارف وزير او علي وزير کورنيو د ترهه ګرۍ ضد جګړې تر نامه ډيره قرباني ورکړې او د کورنۍ ډير غړي يې بيلابيلو پلمو له وجې قتل شوي. 

د بښنې نړيوالې ادارې پر پاکستان حکومت غږ کړی ترڅو دي پر عارف وزير د بريد بې طرفه پلټنه وکړي او بريد کوونکي دې د قانون منګلو ته وسپاري.

د پاکستان قومي اسمبلی کې د قبايلو څخه د خلکو استازو لدې وړاندې محس دوړ او علي وزير دواړو دا بريد په کلکو ټکو غندلې وه او محس داوړ خپل ټويټر پاڼه باندې د عارف وزير ساه ورکولو خبر پخلی کړی.

محسن داوړ ويلي، عارف وزير خپل ځان دفاع لپاره ځوابي ډزې کړي او بريد کوونکي هم ټپي شوي.

لدې وړاندې د عارف وزير پلار او يو ورور هم ترهه ګريز بريد کې وژل شوي ول.

د بښنې نړيوالې ادارې پر پاکستان حکومت غږ کړی ترڅو دې يادې پيښې پلټنې لپاره حتمی پلټنې غوښتنه کړې او ويلي دي بريدګر دې قانون منګولو ته وسپاري.


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now