Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

امريکا، انګلستان او فرانسې پر سوريې پوځي اډو او نورو برخو بريدونه پيل کړل

دا پداسې حال کې ده چې روسيې امريکا ته خبرداری ورکړی وه چې که پر سوريې پوځيانو بريد ترسره شي نه يواځې داچې روسيه به ويشتل شوي مزايلونه له مينځه وړي بلکې پر هغو ځايو به بريد هم کوي له کوم څخه چې سوريې اډو باندې مزايلونه ويشتل شوي وي.

A handout photo made available by the US Department of Defense shows two US Air Force F-22 Raptors flying above Syria in support of Operation Inherent Resolve AAP
A handout photo made available by the US Department of Defense shows two US Air Force F-22 Raptors flying above Syria in support of Operation Inherent Resolve Source: AAP

پر سوريې حکومت چې روسيه او ايران يې کلک متحد دي دا تور دی چې د دوما په ښار کې يې پر عامو خلکو کيمياوي وسله کارولې د کوم په پای کې چې ګڼ شمير کسان وژل شوي او هم ټپيان دي.

کله چې د روسيې او امريکا ترمينځ يو بل ته ګواښونه ډير شول نو ډيرو سياسي چارو کارپوهانو ويل چې حالت کابو نشي نو دريمې نړيوالې جګړې ته لمن خوريږي.

امريکا، انګستال او فرانسې هيوادو لاس يو کړ او پر سوريې يې بريدونه پيل کړل.

د بريد پيل د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يو خبرې کنفرانس کې اعلان کړ.

سوريه کې ملي ټلويزيون خبر ورکړې چې امريکايي جنګي الوتکو د سوريې پلازمينه دميشق ځيني برخې يې بريد لاندې راوستي او هم هغه ځای يې تر بريد لاندې راوستی کوم کې چې ساينسي برخې ازمايښتونه کيدل.

US and Russian Presidents
US and Russian Presidents Source: AAP

تر دې دمه د روسيې او ايران حکومتونو کوم غبرګون ندی ښودلی.

امريکا روسيه او ايران يې پدې تورن کړي چې دوی له يو داسې هيواد او ولسمشر څخه دفاع کوي کوم چې پر خپلو خلکو کيمياوي وسلې کاروي.

سيمه کې حالت ډير بد ښودل شوی او اوس ډير دې ته په تمه دي چې روسيه به کوم داسې غبرګون ښايي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now