Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

امريکا کې يوې کورنې خپل زوی له کوره ويستلو لپاره محکمې ته مخه کړه

امريکا کې يوې کورنۍ له هغه وروسته محکمې ته مخه کړه چې ۳۰ کلن زوی يې د مور او پلار کور نه پريښود.

Michael Rotondo, left, sits during an eviction proceeding brought by his parents, Mark and Christina.
Michael Rotondo, left, sits during an eviction proceeding brought by his parents, Mark and Christina. Source: The Syracuse Newspapers via AAP

يوه جوړه چې کريستين او مارک نوميږي خپل زوی مايکل خلاف يې محکمې ته عرض وکړ، بيا وروسته محکمې پريکړه وکړه چې د يادې جوړې زوی مايک دې د کورنۍ له کوره ووځي.

يادې کورنۍ محکمې ته وويل چې زوی يې کرايه نه ورکوي او نه د کور کار کوي.

 د يادې کورنۍ زوی مايک بيا وايي چې مور او پلار يې ورته کافي اندازه وخت ندی ورکړی ترڅو دی خپل ژوند بل ځي کې پيلولو باندې سوچ وکړي.

مايک ځکه خپل مور او پلار سره اوسيده چې ده خپل کار له لاسه ورکړی وه او نشو يې کولی چې د مور او پلار کور څخه باهر بل چيرې د ژوند کولو لږښت ورکړي.

په يوه ليک کې د ياد کس پلار خپل ورته ليکلي چې مور دې او ما پريکړه کړې چې ته بايد کور ژر پريږدې او يوازې ۱۴ ورځې وخت لرې چې کور پريږدې.

د مارک مور او پلار ويلي چې زوی ته يې ليک له لارې ويلي چې لږه اندازه پيسې به هم ورته ورکړي او دی بايد ځانته کار ومومي.

محکمې خپله پريکړه نهايي کړه او مارک ته يې د مور او پلار له کوره وتلو امر وکړ.

مارک ويلي چې د محکمې پريکړه به ننګوي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now