Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

امريکا خپل ډير شمير پوځيان له افغانستان څخه وباسي

The US is preparing to withdraw a significant number of troops from Afghanistan.
The US is preparing to withdraw a significant number of troops from Afghanistan. Source: AP

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پريکړه کړې ترڅو له افغانستان څخه خپل نيمايي پوځيان وباسي.

د AFP خبرې شبکې د امريکا د يوه چارواکي له خولې خبر خپور کړی چې د امريکا ولسمشر پريکړه کړې ترڅو له سوريې وروسته له افغانستان څخه هم خپل پوځيان وباسي.

امريکايي چارواکي AFP شبکې ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي" پريکړه شوې او له افغانستان څخه ډير شمير پوځيان ويستل کيږي."

افغانستان کې دا مهال ۱۴۰۰۰ امريکايي پوځيان ديره دي او وال سټريټ جورنال خبر له مخه د يادو پوځيانو نيمايي به له افغانستان څخه ويستل کيږي.

د امريکا ولسمشر دا پريکړه د روانې اونۍ سه شنبې پر ورځ وکړه او لومړۍ يې له سوريې څخه د ټولو امريکايي پوځيانو ويستلو پريکړه واوروله.

د امريکا دفاع وزير له خپلې دندې استعفا وکړه او د خپلې استعفا وجه يې له ولسمشر ټرمپ سره سياسي پريکړو پر سر اختلاف په ګوته کړي.

US soldiers in Kabul
More than 2400 US forces have died in the 17-year-old war in Afghanistan. (AAP) Source: AAP

تير کال د امريکا دفاع وزير ولسمشر ټرمپ ته وړانديز کړی وه ترڅو افغانستان ته لا ډير پوځيان واستوي.

افغانستان کې د طالبانو بريدونو کې افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله کې ډيروالی ليدل کيږي او يادې مسلې ته په کتو له ولسمشر ټرمپ څخه د لا ډيرو امريکايي ځواکونو غوښتنه شوې وه.

د وال سټريټ جورنال خبر له مخه ۷۰۰۰ امريکايي پوځيان بيرته امريکا ته ستانه کيږي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now