Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې يو افغان د خپل کوچني زوی وژنې په تور بندي شو

د اسټراليا سيدني ښار کې يو افغان خپل د کوچني زوی پر وژنه تورن او د قتل په جرم د پوليسو لخوا ونيول شو.

Abdul Sakha
Source: Supplied

د روان کال جون مياشت کې محمد سخا خپل ۹ مياشتیني زوی سر ته ډير او زور سره ټکانونو ورکولو سره د هغه دماغ ټپي کړل.

دا ماشوم دوو مياشتو لپاره روغتون کې د کوما حال کې وه ولې د ډير ټپي کيدو له امله يې په روغتون کې ساه ورکړه.

عبدالسخا پرون د سيدني ښار اوبرن سيمه کې د پوليسو لخوا ونيول شو.

دوه مياشتې وړاندې د سخا کور ته پوليس داسې مهال وغوښتل شول چې نوموړي کور کې يو ماشوم بد روغتيايي حالت درلود. د پوليسو رسيدو وروسته دا ماشوم نږدې روغتون ته وليږدول شو او دوه مياشتې کوما يا lifes support باندې وه ولې له دماغي ټپونو وروسته ماشوم ساه ورکړه.

پرون د جمعې په ورځ سخا د سيدني ښار بروډ محکمې ته وړاندې شو او ورسره يو ژباړونکي انګليسي ژبې برخه کې مرسته کوله.

محکمې تورن قاتل ته له ضانت ورکولو ډډه وکړه او تورن به راتلونکي اوکتوبر مياشت کې يو ځل بيا محکمې ته وړاندې کيږي.

د سخا ګاونډ  زين منصور ای بي سي شبکې ته وويل، " يوې ميرمنې زما د کور دروازه وټکوله او د مرستې غوښتنه يې کوله، يغې ښځې ويل له ما سره مرسته وکړه ماشوم مې خطر کې دی، ما چې ماشوم وليد د هغه رنګ الوتی او خړ وه او ساه يې نشوه اخيستلې."

د ای بي سي شبکې خبر له مخه، پوليسو تيرو دوو مياشتو راهيسې د يادې پيښې پلټنه کوله او د ماشوم کورنۍ له غړو او ګاونډيانو سره مرکو او پلټنو وروسته د ياد ماشوم پلار عبدالسخا د ماشوم پر قتل تورن او د پوليسو لخوا ونيول شو.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now