نن اسټراليا کې د کوويډ-۱۹ واکسين چارې رسمي پيل شوی او زرګونو کسانو واکسين ترلاسه کړ

د اسټراليا په تاريخ کې تر ټولو لوی واکسين کولو ملي پلان له نن څخه پيل شو. پرون د يکشنبې په ورځ د اسټراليا لومړي وزير او يو ډله کسانو د کرونا ويروس واکسين ترلاسه کړ.

Gayathry Vellangalloor Srinivasan, an Environmental Services Supervisor was the first person in NSW to receive the Pfizer COVID-19 vaccine, 22 February, 2021.

Gayathry Vellangalloor Srinivasan, an Environmental Services Supervisor was one of the first people in NSW to receive the Pfizer COVID-19 vaccine. Source: AAP

آسټراليا کې د روغتيا کارکوونکي پر ټولو غږ کوي ترڅو وخت رارسيدو سره دې واکسين ترلاسه کړي. 

نن د روغتيا برخې کارکوونکو هم زړو کسانو مرکزونو کې کسانو واکسين ترلاسه کړ او د واکسين کولو ملي پلان رسمي ډول سره پيل شو.

۶۰ زره کسان چې درجه بندی له مخه ورته لومړيتوب ورکړل شوی دوی لومړي قدم کې واکسين کيږي.

ويکټوريا ايالت کې لومړنی کس چې نن سهار يې واکسين ترلاسه کړ هغه د Monash Health روغتون کې د ساري ناروغيو کنټرول برخې مشره رونډا ستارټ وه.

نوموړې وويل، "زه ډير د فخر احساس کووم چې نن مې واکسين ترلاسه کړ او د کرونا ويروس مبارزې برخه کې مو د کار کولو بل پړاو پيل کړ."

"زمونږ مقصد به لومړی د ټولو روغتيا برخې کار کوونکو واکسين کول وي او له هغې وروسته به عام خلکو واکسين کول پيليږي."

د اغلې سټارټ ټيم په ويکټوريا ايالت کې په کرونا ويروس اخته شوي لومړي کس درملنه د تير کال جنوری مياشت کې وکړه.

اغلې وويل، له لومړي ناروغه کس درملنې څخه ۱۴ مياشتې تيرې شوې او دا د خوښۍ ځای دی چې اوس مونږ واکسين ترلاسه کړی او کولی شو خپل ځان لدې ناروغۍ وژغورو.
نن د روغتيا برخې او سرحدي او مهاجرت برخې کار کوونکو واکسين ترلاسه کول پيل کړل. بله خوا د زړو کسانو ساتنې مرکزونو کې هم د واکسين کولو لړۍ پيل شوه.

بله خوا د اسټراليا د روغتيا څانګې د مشر مرستيال ميکل کيډ وايي، دا مهال ۲۰ سلنه اسټراليايان د کرونا ويروس واکسين ترلاسه کولو برخه کې زړه نا زړه دي.

د اسټراليا تر ټولو سترې د ټينيس نړيوالۍ سپورتي سياليو يعنې اسټراليان اوپن پايلوبې په شپه چې کله د اسټراليا ټينيس فدراسيون مشرې وينا کوله او د واکسين کولو ملي ستراتيژي ذکر يې وکړ نو ناستو ګډونوالو ملنډې ووهلې چې دا عمل په اسټراليا کې په پراخه کچه وغندل شو.

ښاغلي کيډ يو ځل بيا اسټراليايانو ته ډاډګيرنه ورکړه چې اسټراليا کې کاريدونکی واکسين خوندي دی او له سختو معاينې پړاونو څخه تير شوی.
Essential workers including police and medial professionals register at the Royal Prince Alfred Hospital Vaccination Hub in Sydney, Monday, 22 February, 2021.
Essential workers including police and medial professionals register at the Royal Prince Alfred Hospital Vaccination Hub in Sydney, Monday, 22 February, 2021. Source: AAP
نيو ساوت ويلز ايالت کې به راتلونکو ۳ اونيو کې ۳۵ زره لومړۍ کرښې کارکوونکي واکسين کيږي چې په هغوی کې پوليس هم شامله دي.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې ګلاديس بريجيکليان هيله وښوده چې تر اوکتوبر مياشت پورې به د نيو ساوت ويلز ايالت ټول اوسيدونکي واکسين شوي اوسي.

تاسې به متوجه شوي ياست چې اس بي اس پښتو مطالب پر فيسبوک نشی ترلاسه کولی. 

تاسې له لاندې لارو کولی شئ چې زمونږ مطالب واورئ او هم يې ولولئ.

اس بي اس پښتو ويبپاڼه:  https://www.sbs.com.au/language/pashto

اس بي اس پښتو موبايل اپليکيشن: Apple Store  او Google Play

 


 

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
نن اسټراليا کې د کوويډ-۱۹ واکسين چارې رسمي پيل شوی او زرګونو کسانو واکسين ترلاسه کړ | SBS Pashto