د افغانستان په شمال کې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله ۷ کسان مړه شوي او له ۱۵۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.

Afghanistan map showing Kabul, Mazar-i-Sharif and Kunduz

Shi'ite Afghans, who are mostly from the Hazara community that makes up between 10 and 20 per cent of Afghanistan's population of 38 million, have long been the target of the IS, who consider them heretics. Source: SBS

د افغانستان شمال تېره شپه د ریکټر په کچه ۶.۳ سلنه زلزلې لړزولې دی چې له امله یې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې مرکز د افغانستان د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې و خو له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې اعلان کړی چې د زلزلې مرکز سمنګان ولایت و او یوازې په دې ولایت کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د دغې دارې په اعلامیې کې راغلي چې زلزلې مالي زیانونه هم اړولي دي.

په همدې حال کې د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله ۷ کسان مړه شوي او له ۱۵۰ څخه زیات ټپیان دي.

د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی چې د ژغورنې او بیړنیو مرستو ټیمونه د بلخ او سمنګان ولایتونو ته رسېدلي دي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now