اندونيزيا کې لس ورځې وړاندې په يوه ورځ کې د نړۍ تر ټولو ستره ټاکنه ترسره شوه چيرې چې ميليونونو اندونيزيايانو ولسمشريزو او هم پارلماني نوماندانو ته رايې ورکړې.
د اندونيزيا ټاکنو کميسيون کارکوونکي اچول شوې رايې په لاسونو شميري او همدې کار ډيري کارکوونکي دې ته اړ کړي چې ډيرو ساعتو لپاره کار وکړي.
د رپوټونو له مخه د ټاکنو کميسيون ځيني کارکوونکي د رایو شميرولو او ډير وخت کار کولو له امله بيماران شوي او تر دې دمه ۲۷۰ کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
اندونيزيا کې په ترسره شوو ټاکنو کې ۱۹۳ ميليونو کسانو رايې ورکړي او يادې رايې په ۸۰۰،۰۰۰ رايو مرکزو کې اچول شوي.

د اندونيزيا د ټاکنو کميسيون وياند Arief Priyo Susanto ويلي تر دې دمه د ياد کميسيون ۱۸۷۸ کارکوونکي کار سره تړلو بيماريو باندې مبتلا شوي او هم ۲۷۲ کارکوونکو د ډير کار له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
اندونيزيا کې اچول شوې رايو شميرنه به د مې مياشت په ۲۲ نيټه بشپړ کيږي او له هغې وروسته به د ټاکنو پايلې اعلان کړي.

