د اسټراليا امامانو شورا اعلان وکړ چې راتلونکې دوشنبه د ۲۰۲۲ کال می مياشت ۲ نيټه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
د امامانو ملي شورا او د اسټراليا مفتي اعظم ډاکټر ابراهيم ابو محمد د می مياشت ۲ نيټه چې د دو شنبې ورځ ده د کوچني اختر لومړی ورځ اعلان کړه.
اسټراليا کې د امامانو شورا لکه ځينو عرب هيوادونو، سپوږمۍ له نوو پرمختللو الو او ټکنالوژۍ سره ګوري چې له مخه يې د اخترونو او روژې مياشت پيل اعلان کوي.
د امامانو ملي شورا ( د اسټراليايانو مفتيانو شورا) يا The Australian Fatwa Council په خپور شوي اعلان کې ويلي، د شاوال نوې مياشت به د يکشنې په سهار ۶:۲۸ دقيقو کې پيدا شي او هم به دا سپوږمۍ لمر ښکته کيدو سره په هماغه ورځ په ۵:۱۴ دقيقو يو ځل بيا څرګنده شي. د يکشنبې په ماښام به نوې سپوږمۍ ۱۴ دقيقو لپاره څرګنده شي.
د امامانو شورا وايي، د يکشنبې په ماښام د سپوږمۍ څرګنديدو سره د دوشنبه د می مياشت په ۲ نيټه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
اسټراليا کې د د محدوديتونو نرمښت له امله ډير خلک کولی شي ترڅو خپل عباداتو او هم اختر لپاره دوديز مراسم ترسره کړي.

