د اسټرالیا د امامانو ملي شورا د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د اسټرالیا د امامانو ملي شورا اعلان کړی چې راتلونکې جمعه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

Eid Mubarak calligraphy Greeting Card 2018 Vector

Eid Mubarak calligraphy Greeting Card 2018 Vector Source: Getty / Getty Images

د اسټرالیا د امامانو ملي شورا نن سهار اعلان وکړ چې راتلونکې جمعه (د مارچ ۲۰مه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د امامانو شورا لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د پنجشنبې ورځ (د مارچ ۱۹مه) د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ ورځ ده.

په اعلامیه کې راغلي: " د اسټرالیا لوی مفتي ډاکټر ابراهیم ابو محمد او د اسټرالیا د امامانو د ملي شورا غړي امامان د مسلمانانو ټولنې ته د کوچني اختر مبارکي وايي او هیله څرګندوي چې دا اختر دې د خوښۍ او برکت سبب شي."

649282566_1385809280254360_6340334490978103121_n.jpg
Credit: Australian National Imams Council

"د اسټرالیا د امامانو ملي شورا او د اسټرالیا د فتوا شورا هغه امامان او عالمان مني، درک کوي او درناوی یې کوي چې ممکن مختلف نظرونه ولري"

"[د امامانو ملي شورا] له ټولو مسلمانانو غوښتنه کوي چې په دې موضوع کې د مختلفو نظرونو درناوی وکړي او د مسلمانانو ټولنې د یووالي لپاره کار وکړي ترڅو هغه ګډ ارزښتونه او ګټې خوندي کړي چې دوی ټول یې لري او شریکوي"

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now