د اسټرالیا د امامانو ملي شورا د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه

د اسټرالیا د امامانو شورا اعلان کړی چې راتلونکې پنجشنبه (د فبرورۍ ۱۹مه) د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

Bango la salamu za Ramadan

Bango la salamu za Ramadan Source: iStockphoto

د اسټرالیا د امامانو ملي شورا (Australian National Imam Council) په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي‌ چې د فبرورۍ د میاشتې ۱۹مه نېټه(د پنجشنبې ورځ) په اسټرالیا کې د روژې مبارکې میاشتې لومړی ورځ ده.

اعلامیه زیاتوي چې خلک کولی شي د چهارشنبې په ماښام (د فبرورۍ ۱۸مه) د ماسختن له لمانځ ورځ د تراویح لمونځ ترسره کړي.

دغه پرېکړه د اسټرالیا د فتوا شورا د غړو، عالمانو او د اسټرالیا د لوی مفتي ترمنځ له مشورو وروسته اعلان شوې ده.

په اعلامیې کې همدا راز راغلي چې د اسټرالیا د امامانو شورا او فتوا شورا د هغو امامانو او عالمانو نظر ته احترام لري چې له دغې پرېکړې سره ممکن مختلف نظرونه ولري.

د امامانو شورا له له ټولو مسلمانانو غوښتنه کړې چې په دې مسئله کې "د مختلفو نظرونو درناوی وکړي او د اسلامي ټولنې د یووالي لپاره کار وکړي."

Director-General of ASIO Mike Burgess (AAP).jpg
Credit: Australian National Imams Council

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now