د اسټراليا په تاريخ لومړي ځل لپاره يوه مسلمانه ښځه وزيره وټاکل شوه

د اسټراليا نوي لومړي وزير انتوني البنيزي خپل نوې کابينه معرفي کړه او لومړي ځل لپاره د ريکارډ په کچه ښځو ته د وزارتونو دندې ورکړل شوي.

General view of Parliament House Canberra

General view of Parliament House on Budget Day in Canberra. (AAP Image/Lukas Coch). Source: AAP

د اسټراليا نوي حکومت لاندې ډیری میرمنې لوړ پوړو رولونو ته پورته شوي، او په يادو ميرمنو کې این الی لومړنۍ مسلمانه ښځه ده چې د استرالیا په وزارت کې خدمت کوي.

اين الي اصل کې مصرۍ اسټراليايي ده او په کال ۲۰۱۶ کې يې د ليبر ګوند غړيتوب ترلاسه کړی وه چې وروسته وتوانيدله چې د اسټراليا لويديځ اسټراليا کوان سيمې څخه پارلمان ته لار پيدا کړي.

لومړي وزیر انتوني البنيزي خپله نوې کابینه اعلان کړه او اعلان یې وکړ چې د ليبر ګوند د مشرتابه ټیم کې به د ریکارډ په شمیر میرمنو ته ځای وي.

ښاغلي البنيزي وویل چې د مشرتابه په ډله کې به ۱۰ ښځې په کابینه کې، ۱۳ د وزارت په لیکه کې او شپږ نورې په بهرنۍ کابينه کې شاملې وي.

هغه د سه شنبې په ورځ په کانبرا کې خبریالانو ته وویل، «دا د هغو ښځو تر ټولو لوی شمېر دی چې تر اوسه یې د اسټرالیا په کابینه کې کار کړی دی.

دا پداسې حال کې ده چې د ليبر ګوند پارلمان کې اکثريت ترلاسه کړ او د نورو وړو سياسي ګوندونو او يا خپلواکو نوماندانو ملاتړ ته اړتيا نه لري.

په لوړ پوړو پوستونو کې به میرمنې پیني وانګ د بهرنیو چارو وزیرې په توګه شاملې وي، او همدارنګه کلیر او نیل د کورنیو چارو او سایبر امنیت وزارت ته ونومول شو.

تانیا پلیبرسیک به د چاپیریال او اوبو وزیره شي.

لینډا برني به د آسټرالیا په کابینه کې لومړنۍ میرمن وي چې د آسټرالیا د بومي خلکو د چارو د وزیر په توګه لوړه وکړه او دا پداسې حال کې چې سناتور پیټریک ډوډسن به د پخلاینې او د زړه څخه د الورو بیان پلي کولو لپاره د ځانګړي استازې په توګه دنده ترسره کړي.

د استرالیا د ټاکنو کمیسیون (AEC) شمیرنې له مخې د ليبر ګوند د استازو په مجلس کې د 77 څوکیو ګټلو په لاره کې دی.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now